تاجکستان پر افغان خاورې د بمبارۍ خبره رد کړه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نښته تاید کړې

په تاجکستان کې چارواکي وایي چې یو شمېر اورپکي له افغان غاړې ور اوړېدلي او د تاجکستان دوه امنیتي کسان یې وژلي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټه وايي چې د دوی ځواکونو افغان سرحد ته نژدې د اورپکو د ځپلو عملیات کړي دي او د افغانستان خاورې ته داخل شوي نه دي.

د انټرفکس د خبر له مخې د دغې کمیټې ویاند محمد اولو خواجه یف ویلي"د لسو او دولسو کسانو ترمنځ نامعلومو وسله والو د یکشنبې په ورځ (اګست۲۶) په ناقانونه ډول له سرحد نه اوړېدلي او د فرخار ولسوالۍ د حمدان سرحدي سیمې شاوخوا ۵۰ مېتره داخل شوي دي."

نوموړي وویل چې دغو وسله والو د تاجکستان د ځنګلونو د امنیتي ساتونکو یو موټر سوځولی دی او دوه کسان وژلي دي چې له دغې پېښې وروسته د تاجکستان هوايي ځواکونو اورپکي په نښه کړل.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي دي چې د دوی الوتکو افغانستان سرحد ته نژدې کوم عملیات نه دي کړي.

"تاجکي الوتکو په تخار کې بمباري کړي"
د تخار ولایت چارواکي وايي نن د دوشنبې په سهار ( وږي ۵ مه) د تاجکستان جنګي الوتکو د تخار ولایت د درقد په سرحدي ولسوالۍ کې د امو سیند ترڅنګ په یو ځنګل، چې اکثره د مخدره توکو قاچاقبران او وسله وال طالبان په کې اوسیږي، بمباري کړې، شپږ کسان یې وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي.

د دې ولسوالۍ پر ډیرو سیمو افغان ځواکونه کنټرول نه لري. د تخار د والي ویاند جواد هجري امریکاغږ ته وویل چې د قاچاقبرانو او تاجکستاني ځنګل ساتونکو تر منځ په جګړه کې دوه تاجکستاني ساتونکي وژل شوي وو.

هغه وايي د "کوري خانه" په دغه وړه سیمه کې چې وسله وال قاچاقبران او مخالفین په کې دي، د تاجکستان د هوايي قواو له خوا بمبار شوی چې په نتیجه کې یې ۶ تنه وسله وال کسان چې قاچاقبران دي وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د تاجکستان له خاورې څخه دغه شریکه پوله چې ځنګل پوښلې پرون هم د هاوانونو تر برید لاندې وه. هجري وايي چې دغه سیمه د افغان دولت تر کنټرول وتلې سیمه ده او اکثر په کې د مخدره موادو قاچاقبران او د دولت وسله وال مخالفین اوسیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تخار ولایت د درقد په سرحدي ولسوالۍ کې د تاجکي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته تائید کړې ده. د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل، چې افغان ځواکونو د تاجکستان د هوايي ځواکونو د بمباریو او په سیمه کې د نښتو په تړاو تحقیقات پیل کړي دي.

ښاغلي رحیمي دا روښانه نه کړه، چې له تاجکي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل وسله‌وال د مخدره موادو قاچاقبران دي او که طالبان. خو طالبان وايي چې جنګ د قاچاقبرو او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ شوی دی.

د تاجکستان او افغانستان تر منځ د امو سیند په اوږدو کې پرځنګلونو پوښلي کوچني ټاپوګان رامنځ ته شوي چې اوس مهال په دغو وچو ټاپوګانوکې اکثره د مخدره موادو قاچاقبران او وسله وال طالبان ورڅخه د اوسیدانې لپاره کار اخلي.