د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي» نن سه شنبه سپتمبر ۱۵ (وږي۲۵) د طالبانو د مذاکراتي پلاوي سره دویمه عمومي غونډه وکړه.
د افغان پلاوي غړی نادر نادري وايي چې په غونډې کې د دواړو لوریو مشرانو خپلې خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د دواړو غاړو د تماس ډلو له لوري د «طرزالعمل او تقسیم اوقات» له نهايي کولو وروسته به د سولې د مذاکراتو د اجنډا په اړه غونډه وشي.
ښاغلي نادري په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « دغونډو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده. په ناسته کې د دواړو ټیمونو لهخوا دوه – دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.»
نن مازیګر څلور نیمې بجې د افغانستان د سولې مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته تر سره شوه.د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه، چې هر کله د تماس ګروپونه دطرزالعمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهايي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا
— Nader Nadery (@N_Nadery) September 15, 2020
طالبانو ته منسوب د ټولنیزو رسنیو څو حسابونو هم د ښاغلي نادري څرګندونو ته په ورته کلیماتو باندې دغه خبر خپور کړی دی.
د «افغانستان د سولې مذاکرات» څو ورځې مخکې په قطر کې پیل شول. دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو استازي په دې کچه مخامخ د یو بل سره خبرې کوي او په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو په اړه بحثونه کوي.
د دغو مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې له ښه نیت سره دغو مذاکراتو ته راغلي دي او هیله یې وکړه چې باید دا فرصت ضایعه نشي.
د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر هم وویل هم هیله وښوده چې دا مذاکرات مثبته نتیجه ورکړي.
په همدغه ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ملا برادر سره له ملاقات وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې باید طالبان دا فرصت ضایعه نکړي او په افغانستان کې روانې ۴۰کلنې جګړې ته سیاسي حل لار ولټوي.
امریکا د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې دا مذاکرات هم د همدغه تړون یوه مهمه برخه ده.