افغانستان کې د شرې ضد واکسین دوهم کمپاین پیلیږي

په افغانستان کې د شرې ناروغۍ زیاتېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، ټاکل شوې په دغه هیواد کې د شري واکسین دوهم کمپاین ژر تر ژره پيل شي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن دوشنبه اپرېل ۲۵ (غوايي پنځمه) رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلي چې د دغه وزارت د پلان په اساس ټاکل شوې په مۍ میاشت کې د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر پنځه کلنۍ کښته درې میلیون ماشومان واکسین شي.

ښاغلي هژیر همدارنګه زیاته کړې چې دغه وزارت په کافي اندازه د شري واکسین لري او په خبره یې د دغه ناروغۍ او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د تیرې مارچ میاشتې پر ۱۲مه د شري واکسین د لومړي کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ کښته ۱.۲میلیون ماشومان واکسین شول.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې اوس مهال دغه ناروغي دوه برابره شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا مارچ میاشتې تر پای پورې په ۳۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵زره او ۲۱۵ پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا په دغه موده کې په شري ناروغۍ اخته تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتې پېښې په کندز، هلمد او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون ځینو نوروو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د ماشومانو د شري ناروغۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. یادو سازمانونو ویلي و چې د روان میلادي کال پيل څخه د شري ناروغۍ څه باندې ۱۸زره پېښې ثبت شوي دي چې له ډلې ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دی.

په دې وروستیو کې د بې پولي ډاکترانو سازمان هم ویلي و چې روانه میاشت په یوه اونۍ کې په د هرات ولایت په روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ۹۰ ماشومان بستر شوي دي.