د زابل د نوبهار ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

حملات هوایی مشترک قوای افغان و ناتو در زابل

د زابل امنیتي مقامات وايي چې د اړتیاو له مخې يې د نوبهار ولسوالۍ مرکز له یوې سیمې څخه بلې ته انتقال کړی، خو د حکومت وسله وال مخالفین بیا ادعا کوي چې نوبهار ولسوالي يې نیولې ده.

نوبهار د زابل په ختیځ کې له ډیورنډ کرښي سره پرته ولسوالۍ ده چې د دولت د وسله والو مخالفینو د یوې مهمې عبوري لارې او پټن ځای په توګه پيژندل کیږي.

بلخوا د نوبهار ولسوالۍ څنگ ته د غزني ناوه ولسوالۍ پرته ده چې له تیرو څو کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې تر درنو نښتو وروسته يې تیره شپه نوبهار ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندي راوستې ده.

خو افغان امنیتي مقامات وايي چې د ولایتي نظامي شورا له پریکړې وروسته د ولسوالۍ مرکز له پخوانيژ ځای څخه څو کیلومیتره لېري د "لوړګي" سیمې ته انتقال شوی دی.

د زابل امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېوني، امریکا غږ ته وويل چې اوس د ولسوالۍ مرکز یوې ګڼ مېشتي سیمه ته انتقال شوی چې هدف یې د ځايي خلګو او سیمه ييزې ادارې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

ښاغلي روغ لېوني وویل" د ولسوالۍ مرکز مخکې له ناوې ولسوالۍ سره پر صفري نقطه وو چې له سیمه ييزو اوسیدونکو څخه ډېر لېري و او هیڅ ګټه يې نه ورته رسیده. د زابل د نظامي شورا له پریکړي څخه وروسته د ولسوالۍ مرکز لوړګي ته را انتقال شوی دلته هم د انکشافي پروژو شمېرزیات دی او هم تر څلوېشت زره پورې وګړي ژوند کوي او وسله وال په هیڅ صورت نشي کولای چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي."

په عین وخت کې د زابل امنیه قوماندان ښاغلي روغ لیوني د نوبهار په ګډون په ځینو نورو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد له تیرو څو ورځو راهیسې د پوځي عملیاتو د پیل خبر هم ورکړ.

هغه وویل چې د هلمند او کندهار تر نا امنیو وروستیو وسله والو طالبانو د بهرنیو جنګیالیو په مرسته غوښتل چې په زابل کې هم په پراخو نا امنیو باندې لاس پورې کړي، خو دوی يې په وړاندي له مخکې لا ځپونکې عملیات تر سره کړي دي.

بلخوا په غزني کې تیره شپه د نړیوالو ځواکونو په یو هوايي برید کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي چې د مقاماتو په وینا ۷ يې پاکستاني جنګیالي دي.

امنيتي مقامات وايي چې پېښه د ګیرو په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وژل شویو وسله والو غوښتل پر ځينو امنیتي مرکزونو باندې برید وکړي.