طالبان د چین د پانګونې په هیله د بودا مجسمې ساتي- راپور 

د طالبانو جنګیالي د مس عینک په کان کې

د طالبانو حکومت په دې هیله د بودا او نورو مجسمو ساتنه کوي چې ښايي چین د لوګر د مس عینک په کان کې طالبانو ته د پانګې سرچېنې پرانیزي.

د طالبانو حکومت، چې نړیواله ټولنه یې تر دې دمه په رسمیت نه پېژني او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، هیله لري چې چین د لوګر د مس عینک د لرغوني کان په استخراج کې پانګونه وکړي.

دوې لسیزې مخکې طالبانو په خپلې لومړۍ واکمنۍ کې د بودا مجسمې په بمونو والوځولې، خو اوس یې د مس عینک په کان کې ساتنه کوي.

د لوګر د مس عینک د محافظت د ډلې مشر حکیم الله مبارز وايي چې دا بوتان د چین د پانګونې په هیله ساتي، نوموړي اسوشیتډپرس ته ویلي دي: «دا موږ او چین ته ډېر ارزښت لري».

د طالبانو دغه قوماندان تر دې مخکې د طالبانو د یوې ډلې مشر و چې په دغې سیمې کې یې د مخکني حکومت له سرتېرو سره جګړه کوله، خو د جمهوریت له سقوط وروسته ورته د مس عینک د کان د ساتنې مسئولیت وروسپارل شو.

طالبان د افغانستان طبعي زېرمې، چې ارزښت يې یو تریلیارد ډالر ښودل شوی دی، د ښې راتلونکې لپاره ډېرې ارزښتناکې ګڼي. د افغانستان کانونه او طبعي زېرمې د جنګ جګړو له کبله سپړل شوي نه دي.

دا مهال ایران، روسیه او ترکیه په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لیوال دي، خو چین تر دوی ټولو مخکې دی.

که چین د مس عینک د کان د استخراج پروژه پیل کړي، لومړی نړیوال قدرت به وي چې د طالبانو په حکومت کې دا ډول پانګونه کوي.

په ۲۰۰۸ د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت د چين له ام سي سي شرکت سره د مس عینک د کان د استخراج تړون لاسلیک کړ. د دغه کان مطالعه ښکاره کوي چې دلته شاوخوا ۱۲ میلیون ټنه طبعي زېرمې شته. مګر دا پروژه په خپل وخت کې پلې نشوه او چینايي شرکت په ۲۰۱۴ کې د لوژیستکي او قراردادي ستونزو له کبله له افغانستان څخه ووت.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، د طالبانو حکومت د معادنو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور خپلو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې دا چینايي شرکت بېرته په افغانستان کې د معادنو په استخراجولو کې دخیل شي.

د طالبانو د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو مسئول زیاد راشدي د چین له شرکتونو سره تماسونه نیولي دي او په خپله وزیر دلاور په تېرو شپږو میاشتو کې د دغو شرکتونو له مقاماتو سره دوې انلاین غونډې کړي او هغوی یې هڅولي دي چې بېرته راوګرځي او د ۲۰۰۸ د قرارداد په اساس او شرایطو دې خپل کار پیل کړي.

ښاغلي دلاور له Metallurgical Group Corporation and Jiangxi Copper Ltd سره خبرې کړي دي.

د شرکت مسئولین او طالبان وايي په پام کې ده چې د ام سي سي شرکت یوه تخنیکي ډله په څو اوونیو کې کابل ته راشي چې په دې اړه پراته خنډونه ختم کړي.

ویل کېږي چې ښايي چینايي شرکتونه د قرارداد په ځينو برخو بیا خبرې وکړي او په ځانګړي ډول د مالیاتو او د ۵۰ سلنې، چې د امتیاز د حق ۱۹.۵ سلنه کېږي، د کمولو په اړه وغږېږي.

په افغانستان کې د چین سفیر ویلي دي چې په دې اړه یې له طالبانو سره مذاکرات ښه وو، خو نور جزییات یې ورنکړل.

چین، چې د نړۍ تولېد کوونکی هېواد بلل کېږي،د افغانستان د مسو زیرمو ته یې لاسرسی له شک پرته یو لوی فرصت دی. چین لا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه خو په وار وار يې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې پرېښودل شي.

د دواړو خواو د معلوماتو په اساس، د مس عینک څخه به افغانستان ته د کال د ۲۵۰ څخه نیولې تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې عايد په لاس ورځي. همدغه راز د قرارداد مودې ته په کتو، ښايي د فیسونو له لارې هم ۸۰۰ میلیون ډالر د افغانستان په عوایدو کې زیات شي.

فرانسوي ځمکې پېژندونکو په ۱۹۶۰ کې په لوګر کې د مس عینک کان کشف کړ.