افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو د تحریک ۲۰۰ غړي نیولي دي - پاکستانۍ سرچینه

د پاکستان د تحریک طالبان غړي

يوه پاکستانۍ سرچينه وايي چې د طالبانو حکومت شاوخوا ٢٠٠ پاکستانيان نيولي چې د پاکستان له چترال څخه افغانستان ته تللي وو.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دا جنګیالي اوس په زندان کې دي او زیاته یې کړه چې د افغانستان بالفعل چارواکي د پاکستان د تحریک طالبان غړي له پولې لرې لېږدوي.

هغه وویل: "خو له نتیجه ګیرۍ دمخه باید انتظار وکړو او د دې کړنو پایلې وګورو، نو پدې خاطر باید دوی ته د دې کړنو لپاره وخت ورکړو."

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو نيونو په اړه څه نه دي ويلي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دوی حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې په ملي ټلویزیون کې خپره شوې، ویلي چې: "دا زموږ اعلان شوې پالیسي ده، دا د سولې او پخلاینې د ترویج لپاره د افغانستان د ملي ګټو محور دی."

مجاهد څرګنده کړه: "موږ یوازې د خپل توان له مخې له پاکستان سره په داخلي امنیت کې مرسته کولای شو. پاکستانیان هم زموږ محدودیتونه درک کوي، موږ په پولو کې ورسره مرسته نه شو کولای، ځکه دا د دوی مسوولیت دی."

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې نیت لري په سرحدي ولایتونو کې مېشت زرګونه پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، ځکه ګومان کېږي چې په پاکستان کې د ترورېستي پېښو زیاتوالی په دغو کډوالو پورې اړه لري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دغه پلان په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه کډوال دا مهال په خوست، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو کې له پاکستان سره پر پوله مېشت دي او د پلان له مخې به د افغانستان نورو ولايتونو ته ولېږدول شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی سرحدي کرښې ته لاسرسی نلري او د پاکستان دننه بریدونو کې ښکیل نه دي.

د پاکستانۍ سرچينې دغه څرګندونې وروسته له هغې بیانیږي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني په مشرۍ د پاکستان يو لوړ پوړى پلاوى د دغه هېواد د امنيتي ادارو د چارواکو په ګډون د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ٢١مه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی چې د طالبانو د حکومت سره د امنیتي مسلو په ګډون په یو لړ مسلو بحث وکړي.

د اسلام اباد چارواکو دغه "پراخه" خبرې اترې "ګټورې" بللې دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پاکستان کې د یو شمیر وروستیو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د اسلام اباد د ادعا له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو وروسته، د پاکستان د تحریک طالبان ډلې مشران او وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د پاکستان له پولو بهر یې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.

په دغو بریدونو کې په سلګونو پاکستاني امنیتي ځواکونه، پولیس او د پوځ سرتیري وژل شوي او دا بریدونه اوس هم دوام لري.