طالبان: فیض الله جلال د نظام پر ضد خلک پارول

د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال نیول کېدل تائید کړل او هغه یې یو «متعصب» شخص بللی دی.

مجاهد زیاته کړې استاد جلال د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې خلک د نظام پر ضد پارول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.

نوموړي زیاته کړې چې استاد جلال د دې لپاره نیول شوی: "تر څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي."

ذبیح الله مجاهد په ټولنیزو رسنیو کې د استاد له ادرس څخه هغه پوسټونه هم خپاره کړي چې په هغه کې د طالبانو د استخباراتو رئیس او د ملي امنیت اوسني مشران یې پاکستانیان بللي وو.

خو داسې لیدل کیږي چې دغه فیسبوک پاڼې تائید شوي نه دي او د دغه شرکت د تائید نښه نلري.

داسې ګمان کیږي چې هغه به د طالبانو پر حکومت باندې د انتقادونو په وجه نیول شوی وي.

بلخوا نن یکشنبه جنورۍ نهمه (مرغومې ۱۹) یو شمېر مېرمنو په کابل ښار کې د یو اعتراضیه حرکت په ترڅ کې د استاد فیض الله جلال د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

وروسته له هغې چې د طالبانو له لورې د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال د نیولو په اړه رپوټونه خپاره شول، د بشري حقونو زیات شمیر مدافعینو د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه وکړه.

د فیض الله جلال لور حسینه جلال، په یو ټویټ کې د خپل پلار نیول کیدل تائید کړي دي.

هغې لیکلي: پداسې حال کې چې دغه د اندیښنې وړ خبر تائیدوم د خپل پلار استاد فیض الله جلال د سمدستي خوشې کیدلو غوښتنه کوم.

د بشري حقونو د اسیا د څانګې مشرې پاتریشیا ګاسمن هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې: «طالبانو هیڅکله انتقادونه او د بیان ازادي نده زغملې. هغه [استاد جلال] باید سمدستي خوشې شي.»

پدې ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې هم د ښاغلي جلال نیونه غندلې او په یو ټویټر یې لیکلي چې هغه د ازادۍ د بیان د حق نه د استفادې او په یوه تلویزیوني خپرونه کې په طالبانو باندې د انتقاد په دلیل نیول شوی دی.

دې سازمان د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې له شرط او قید پرته ښاغلی جلال سمدستي خوشې کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اوږدې مودې راهیسې د رسنیو سره د سیاسي شنونکي په توګه مرکې او خبرې کوي د لړم په میاشت کې یې د کابل په یو خصوصي تلویزیون کې د طالبانو د یو ویاند سره په بحث کې لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې.

ددغه بحث ځینې برخو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه رامنځته کړل.