طالبانو له خپلو وسله والو غوښتي چې ښارونو ته له تللو دې ډډه وکړي

د اختر په دوهمه ورځ د کابل په ګډون د افغانستان ډیرو ښارونو ته د اوربند څخه په ګټې اخیستنې ننوتل او خلکو سره یې خبرې وکړي.

طالبانو د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید وروسته، چې په کې د طالب وسله والو او افغان امنیتي سرتیرو په ګډون لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول، له خپلو وسله والو غوښتي، چې د دغسې پیښو د مخنیوي لپاره دې د افغان حکومت ترکنټرول لاندې سیمو ته له تللو ډډه وکړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د طالبانو یو اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوي" دښمنان د اوربند غوندې مهمو قضیو څخه بده استفاده کوي او ممکن نورې بدې پیښي رامنځ ته شي، نو د دې لپاره چې ملکي هیوادوالو ته ضرر پيښ نشي او خدای مه کړه موږ يې باعث ونه ګرځو، ټول مسئولین دې تر خپل لاس لاندې مجاهدین په داډول غونډو او تجمعاتو کې له ګډون څخه را وګرځوي او د سرغړونکو سره دې جدي چلند وکړي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي " دا ډول پيښو د تکرار د مخنیوي لپاره اسلامي امارت خپلو ټولو مجاهدینو ته په جدي توګه لارښونه کوي چې هيڅوک هم له خپلو سنګرو او تر لاس لاندې سیمو څخه یوګام هم د دښمن تر واک لاندې سیمو یا ښارونوته تګ را تګ ونه کړي او داسې کول جدا منع دي".

خو د طالبانو د مشرتابه د غوښتنې سره سره نن د یکشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۷ مه)د کابل ښار په ګډون د یو شمیر ولایتونو مرکزونو ته طالب وسله وال ورغلي وو.

په کابل کې د امریکا غږ اشنا تلړیزیون خبریال رحیم ګل څاروان د دارالامان ، کمپنۍ او خوشال خان مینې په سیمو کې ډیر شمیر طالبان لیدلی او ورسره یې خبرې کړي،چې د ښار لیدلو ته ورغلي وو.

افغان حکومت د طالب وسله والو سره د غبرګولی د ۲۳ مې څخه او وسله والو طالبانو افغان حکومت سره د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

د طالبانو اعلان شوی اوربند نن د یکشنبې په شپه (غبرګولی ۲۷ مه ) پای ته رسیږي.

خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ماښام ملت ته په خپله وینا کې د اختر له څلورمې ورځې وروسته هم د وسله والو طالبانو سره یواړخیز اوربند د نامعلومې مودې لپاره وغځوه.

له اوربند څخه د امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو ملاتړ

د امریکا د متحتده ایالاتو په ګډون ناټو او ملګروملتونو د جمهور رئیس غني له خوا د اوربند د مودې د غځیدلو هرکلی کړی دی.

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۶ مه) ناوخته په يوه اعلاميه کې د اوربند د ټینګیدو د هرکلي په ترڅ کې ویلي " موږ د افغان سرتېرو، پوليسو او د طالب وسله والو تصویرونه ليدلي، چې يو د بل تر څنګ اختر لمانځه ته ولاړ وو، که افغانان په ګډه لمونځ کولاى شي، مشران يې هم د خپلو اختلافاتو د حل لپاره په ګډه خبرې کولاى شي".

همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نوریت د خپل ټویټر په پاڼه د ښاغلي مایک پمیپو هغه وینا هم خپره کړې، چې په کې د جمهور رئیس غني له خوا د اوربند د مودې د غځیدلو ملاتړ شوی.

ښاغلي مایک پمیپو ویلی " مونږ د اوربند غځیدلو او د سولې د خبرو په اړه د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني د وړاندیز څخه ملاتړ کوو. د امریکا متحده ایالات چمتو دي،چې د تل پاتې سولې او د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره د اړوندو خواو سره د سولې موافقې او سیاسي هواري ته د رسیدلو لپاره کار وکړي".

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت هم په یوه اعلامیه کې، چې تیره شپه ناوخته خپره شوې، د وسله والو طالبانو سره د اوربند د مودې د غځیدلو او د سولې د خبرو د پیل له وړاندیز څخه د ناټو او د امریکا د پوځ ملاتړ څرګند کړی دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي " امریکا چمتو ده، چې دغسې بحثونو څخه ملاتړ، مرسته او په کې ګډون وکړي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو سره اوربند کې د اسلامي دولت یا داعش او القاعده ډلې نه دي شاملې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) هم د افغانستان د دولت او طالبانو له خوا د اوربند ۱۶د جون ،کابل د رعایت ستاینه کړې ده.

یوناما همدارنګه د جمهور رئیس غني له خوا د کوچني اختر څخه وروسته د اوربند د غځیدو د اعلان هر کلی کړی دی.

یوناما له طالبانو غوښتي، چې جګړې پای ته رسیدلو لپاره دې د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

په دې اعلامیه کې ښاغلي تدامچي یامامتو ویلي " ما په کراتو اعلان کړی چې د خبرو له لارې د اختلافاتو حل شونی دی".

ښاغلي یامامتو ویلي اوس دې باور لري، چې دا کار کیدای شي.