طالبانو د کندهار پر امنیې قومندانۍ برید کړی

د پېښې جزیات وروسته خپریږي

ډاکټران وايي له برید لږ وروسته شاوخوا ۶۰ ټپيان او ۱۰ مړي انتقال شوي دي.

د ميرويس حوزوي روغتون نوکريوال ډاکتران وايي چې په ټپيانو او وژل شويو کسانو کې ملکي وګړي او پوليس دواړه شامل دي خو ډېر په کې ملکي وګړي دي.

بريد د پنجشنبې په (جولاۍ۱۸) په ماسپښین شوی. د کندهار پوليس مقامات وايي چي بريد پايته رسيدلی او اوس په سيمه کې د چاڼيز عمليات پيل شوي.

د کندهار امنيه قومندانی د يوه بيان په خپرولو سره ويلي بريد ګر ټول وژل شوي خو د شمير او نورو

چارواکي وایي بريد لومړی د موټر بم په چاودنه پيل شوی او تر هغه يو ساعت وروسته ټول بريد ګر وژل شوي.

د کندهار يوه امنيتي مقام اشنا راديو ته وويل چي د بريد پر مهال امنيه قومندان مل پاسوال تادين خان د قومندانی له ودانۍ څخه بهر وو خو په پېښه کي ځيني پوليس منصبداران وژل شوي.

چاودنه ډيره زوره وره وه چي له کبله یې په سيمه کي مالي زيان اوښتی دی.

د کندهار امنيه قومنداني د ښار په ختيځه برخه کې د کابل ـ کندهار او کندهار ـسپين بولدک ترمنځ پر لوسه لار موقعيت لري.

پدغه سيمه کې د کندهار ګمرک په ګډون ګڼي دولتي ودانی او د ملل متحد اړوند ادارې هم دفترونه لري.

وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلی او رسنيو ته په يوه ليږلي بيان کې يې ويلي چي گڼو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.