زابل کې په جګړه کې اوه افغان پولیس وژل شوي

په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې ډیرو سیمو ته پراخه شوي دي

د زابل ولایت سیمه ییز مقامات وایي، چې تیره شپه ( وري ۷ مه) وسله والو طالبانو په یوه لویه حمله کې د زابل د شینکۍ ولسوالۍ مربوط د سیوري په سیمه کې د افغان ځواکونو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۷ پوليس وژل شوي.

د سیوري سیمه د کلات ښار په جنوب ۲۰ کیلو میترۍ کې پرته ده، چې دا مهال د شینکۍ ولسوالۍ پوري مربوط ده.

دا سیمه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال رسمي ولسوالۍ په توګه پیژندل شوې وه، خو له تیرو ۱۸ کالو راهیسې بیرته د شینکۍ ولسوالۍ تشکیلاتو کې شامله شوې ده، چې په کې د پوليسو قومنداني او د ملي پوځ یو کنډک لپاره تاسیسات شته دی.

د زابل یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې د سیوري د پوليسو په امنیتي مرکز کې تر ۳۰ زیات پوليسو دنده لرله، چې د برید پر مهال يې ۷ تنه وژل شوي او تر ۱۰ تنو زیات نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاته وي چې وسله والو د برید پر مهال د پوليسو وسایط او د هغوی وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل ،چې په پېښه کې وسله والو تر برید وروسته ۲ پوليس له ځان سره ژوندي یرغمل کړي او د سیوري د غیر رسمي ولسوالۍ تاسیسات يې هم تخریب کړي دي.

ښاغلي حقبیان وویل " وسله والو د تیرې شپې په برید کې چې يوه بجه پيل شوی او تر څلورو بجو يې دوام کړی، هغه معلومات چې موږ یې لرو ۷ پوليس وژل شوي ۸ پوليس ټپیان دي او ۲ تنه هم وسله والو یرغمل کړي، د پوليسو تاسیسات وسله والو تخریب کړي خو د ملي پوځ سرتیرو جګړه پر شا تمبولې او وسله وال بیرته له سیمې څخه وتلي دي".

د زابل یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرطامریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې د پوځ او پوليسو ګډ امنیتي ځواکونه سیمې ته د تلو په حال کې دي او ټاکل شوې چې د وسله والو د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات هلته ژر پيل کړي.

د زابل مطبوعاتي دفتر په سیوري سیمه کې یوازې جګړه تائید کړې خو په اړه يې نور جزئیات نه دي ور کړي.

بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته د یوه بیان په لیږلو سره د پیښې مسئولیت منلی او ادعا يې کړې چې د سیوري مرکز يې تر خپلې ولکې لاندې را وستی دی.