طالبانو هرات کې د افغان سرحدي ځواکونو پر قرارګاو بریدونه کړي

عکس (ارشیف)

افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو تیره شپه په هرات ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو پر دوو قرارګاو بریدونه کړي دي.

د هرات د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس د یاد ولایت د کهسان، غوریان او ګلران ولسوالیو سلګونو طالبانو په غوریان او کهسان ولسوالیو کې په «کمانه» او «موسی اباد» سیمو کې د سرحدي ځواکونو پر دوو قرارګاو بریدونه کړي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي دغه بریدونه چې څو ساعتونه روان وو، څو تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي، خو د کره ارقامو په اړه یې معلومات ورنه کړل.

ښاغلي قتالي نن جمعه اپرېل ۹(وري ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د دغه قرارګاو ودانۍ په بمونو الوځولي او څو سرحدي سرتیري یې هم یرغمل کړي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو سیمې ته پر غځېدلې لار ماینونه ځای پر ځای کړي چې له امله کومکي سرتیري هم پر وخت سیمې ته نه دي رسېدلي.

د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په دغه جګړه کې د ۱۳ افغان سرتیرو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د نیول کېدو ادعا کړې ده.

تر دا مهاله په هرات کې د ملي اردو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان سرحدي ځواکونو دغه دوې قرارګاوې د هرات ښار څخه په لسګونه کیلومترۍ کې د ایران سره پر پوله موقعیت لري.