د کندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ ډله یز برید شوی

د کندهاره امنیتي مقامات وايي، د معروف ولسوالۍ پر مرکز یې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله پر شاتمبولې او د ولسوالۍ د سقوط مخ نیوی شوی دی.

تېره شپه ماښام ۷ بجې وسله والو د معروف د ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید وکړ چې نښتې تر سهار ۲ بجو دوام وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې د وسله والو د ځپلو لپاره هوايي قواوو هم بریدونه کړي او ګڼ شمېر وسله والو برید کونکو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

څارمن جمال بارکزي نن جمعه اګست۷(زمري۱۷) امریکا غږ ته وويل چي افغان ځواکونو د وسله والو برید پر شا تمبولی او هوايي قواوو پر وسله والو هوايي بریدونه کړي.

ده وويل:"افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ د مرکز قوي دفاع کړې او برید کونکو وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې چې زیاتره يې د ډیورنډ فرضي کرښې له پاکستاني لوري څخه د جګړې لپاره راغلي وو خو زموږ سرتیرو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی."

خو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د معروف ولسوالۍ پر مرکز جګړه کې په هوايي بریدونو کې ۱۶ تنه وسله وال برید کوونکي وژل شوي.

سرچیني زیاته کړه چې په نښته کې څلورو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د ولسوالۍ د مرکز د سقوط مخنیوی يې کړی.

معروف د ډیورنډ فرضي کرښې ته نژدې پرته ولسوالي ده چې د کندهار او زابل ولایتونو ترمنځ د وسله والو د تګ راتګ مهمه اکمالاتي لار هم بلل کیږي.

د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز تیر کال هم دوه ځله ستر موټر بم بریدونه وشول چې وروسته له پخواني مرکز څخه د ولسوالۍ ودانۍ پنځه کیلو متره لرې نویو جوړ شویو تاسیساتو ته انتقال شوه.

خپله وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.