هرات کې د طالبانو په برید کې یوولس افغان سرتیري وژل شوي

د هرات ولایتي چارواکي وايي د شنډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې یوولس پولیس وژل شوي دي.

د هرات په ولایت کې امنیتي چارواکي وايی، تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د عامه نظم د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ، چې له امله یې یوولس پولیس ووژل شول.

د شینډنډ ولسوال شاکرالله شاکر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د رباط رود د کلي د " پل لرزانک" په سیمه کې د عامه نظم د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له امله یې په دغه پوسته کې نهه پولیس ووژل شول.

ښاغلي شاکر وویل، کله چې دغې سیمې ته نور ځواکونه د مرستې لپاره ور روان وو، د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د دغې ولسوالۍ د عامه نظم د ټولي قوماندان سید شرف الدین علوي ووژل شو او څلور نور پولیس ټپیان شول.

د شینډنډ ولسوال وویل، چې وسله والو طالبانو د دغې پوستې یو شمیر زرې وسایط او وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې پیښه تائید کړه او ویې ویل، چې په جګړه کې یوولس پولیس وژل شوي دي.

هغه وویل د افغان سرتیرو په متقابلو ډزو کې لږ تر لږه پنځلس طالب وسله وال هم وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند وویل د پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته تللی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د هرات د تیرې شپې د جګړې په اړه لیکلي ، چې په دې جګړه کې ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویاند ویلي چې په دې جګړه کې څلورهاموي زرې وسایط هم د دغې ډلې لاس ته ورغلي دي.