چارواکي: د بګرام په پوځې اډې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

عکس (ارشیف)

د پروان ولایت امنیتي مسؤلین وایي د بګرام په پوځي اډه یې د وسله والو طالبانو برید په شا تمبولی او په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان امنیه قوماندان عبدالروف ارزګاني نن یکشنبه جولاۍ څلورمه ( چنګاښ ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د کوه صافي ولسوالۍ له ځینو برخو څخه د بګرام په پوځي اډې برید وکړ او په خبره یې جګړې څو ساعته دوام درلود.

ښاغلي ارزګاني زیاته کړه چې وسله وال طالبان د بګرام ولسوالۍ اړوندې «ژاله» سیمې او د بګرام پوځي اډې تر ۱۲ کیلومترۍ رسېدلي وو.

د امنیه قوماندان په وینا چې د وسله والو طالبانو بریدونه د امنیتي او سیمه ییزو پاڅونوالو لخوا په شا تمبول شوي او ویې ویل چې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره ارقام معلوم نه دي.

نوموړي وویل: "طالبان په دې وختونو کې فعال شوي دي ... [هغوی]نه یوازې دا چې پر بګرام پوځي اډې په ټوله کې په هر ځای کې چې دولتي تاسیسات او روغتونونه کلینیکونه وي پر هغوی له برید څخه مخه نه اړوي."

ارزګاني زیاته کړه چې په پروان ولایت کې د بګرام پوځې او هوايي ډګر د امنیت په اړه ټول تدابیر نیول شوي دي او په خبره یې طالبان به په دغې پوځې اډې برید کې ناکام شي.

طالبان په داسې مهال په بګرام پوځې اډې برید کړی چې دوه ورځې مخکې دغه پوځي اډه د امریکا له لوري افغان امنیتي ځواکونو ته ور تسلیم شوه.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په همدې مهال د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د بګرام پوځي اډې هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستم بیرته فعالېدو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې ویلي چې له دغه سیستم څخه په دغه هوايي ډګر او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د پروازونو د لارښوونې لپاره کار اخیستل کیږي.

د بګرام هوایي ډګر د مخابرې او رادار سیستم د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې غیر فعال شوی و.