د غزني والي ویاند: پر جاغوري د طالبانو حملې دفعه شوي

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، جاغوري ولسوالۍ ته د کمانډو يي سرتېرو په رسېدو د وسله والو طالبانو حملې پر شا تمبول شوي دي.

د غزني‌ والي ویاند عارف نوري د پنجشنبې ‌په ورځ د«لړم پر ۱۷» امریکا ږغ ته وویل چې سیمې ته په کافي اندازه کمانډو یې سرتېري رسېدلي او وايي، وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نوري نن سهار د جاغوري ولسوالۍ پر هوت قل سیمه د طالبانو د حملې په اړه خپرې شوې اوازې در کړې او زیاته یې کړه چې له تېرې ورځې راهیسې جګړه درېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې دوه سیمه ییز پولیس او درې سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل په وژل شوو کسانو کې د باشي‌ حبیب په نوم د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر هم شامل دی.

د والي ویاند طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ور نه کړل خو دومره یې وویل چې د جګړې په ډګر د طالبانو شپږ مړې پاتې شوي‌ دي.

طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • پخواني معلومات

د غزني د ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر جاغوري ولسوالۍ حملو ته زور ورکړی.

اکبري د پنجشنبې په ورځ د «لړم پر ۱۷» له جاغوري ولسوالۍ څخه امریکا ږغ ته وویل که څه هم افغان سرتېري د سیمې خلکو په ملاتړ د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي، خو وايي، طالبانو ګڼې سیمې لاندې کړي دي.

نوموړي وویل چې طالبانو نیول شوي‌ سیمې سوځولي او وايي‌ له هوايي مرستې پرته افغان ځواکونه د طالبانو د ځپلو توان نه‌لري.

ولایتي شورا: طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی

پر همدې مهال د غزني د ولایتې شورا یوه بله غړې فاطمه رحیمي بیا وايي، تېره شپه یادې ولسوالۍ ته په مهماتو بار دوې هلیکوپټرې رسېدلي او له سیمې څخه یې ۲۰ ټنه ټپیان چې ملکي‌ وګړي او امنیتی‌سرتېري و کابل ته انتقال کړي دي.

د جاغوري امنیه قوماندان محمد یونس رمضاني امریکا ږغ ته وویل چې تر دامهاله په دغه دوه ورځنۍ نښته کې ۱۲طالبان وژل شوي، خو خپل لوري ته د اوښتې زیان په اړه یې څه ونه ویل.

هغه وویل چې طالبانو نن سهار په هوت قل سیمه کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو وړمه شپه له څلورو طرفونو پر جاغوري ولسوالۍ پراخ بریدونه وکړل.

د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ امریکا ږغ ته وویل چې دغه ولسوالۍ ته هوايي ځواک رسېدلی دی.

دا مطلب هم ولولئ دفاع وزات: د طالبانو ځپلو په هدف جاغوري ته هوايي ځواک رسېدلی

طالبانو د نننۍ جګړې په اړه تبصره نه دې کړې خو تېره ورځ یې ویلي و چې په جاغوري کې ۹ پوستې نیولي او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په یوې بلې تازه پېښه کې د غزني د خوګیاڼیو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان حاجي احمد شاه له درې نورو پولیسو سره د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوی.

د غزني امنیه قوماندان غلام داود ترخېل د پنجشنبې په ورځ د «لړم پر ۱۷»د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې د تېرې شپې جګړې پرمهال د دغه ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاسته ولوېدی چې بېرته افغان پولیسو ونیوی.

ترخېل زیاته کړه چې په دغه نښته کې پنځه پولیس ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي داود وویل چې په دغه جګړه کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو بیا په دغه جګړه کې د ۱۷ افغان سرتېرو د وژلو او پوځي تجهیزاتو د وړلو ادعا کړې ده.