د کندز او سرپل پر مرکزونو د طالبانو بریدونه؛ 'سخته جګړه روانه ده'

عکس کندز ښار

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د کندز او سرپل ولایتونو مرکزونو د سقوط راپورونه ردکړل او وویل چې اوس مهال د یادو ولایتونو په مرکزونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء ضیاء نن یکشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تیره شپه له څو اړخونو د دغه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل او اوس مهال د کندز او سرپل ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده.

ښاغلي ضیاء زیاته کړه: "اوس مهال د دغه دوو ولایتونو په مرکزونو کې سخته جګړه روانه ده زموږ سرتیري په دې هڅه کې دي چې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل چې په دغه ولایتونو کې سیمه ییز پاڅونوال د طالبانو پر ضد راټول شوي او په خبره یې د کندز او سرپل له مرکزونو څخه د طالبانو پر شاتمبولو هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې د کندز او سرپل ولایتونو مرکزونو د نیولو ادعا وکړه.

پر همدې مهال د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم امریکا غږ ته وویل چې د کندز ښار مرکزي څلور لارې ته څېرمه د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

ویل کیږي چې پر کندز ښار د طالبانو تر برید وروسته د دواړو لورو ترمنځ د جګړې پرمهال یو شمېر دکانونه هم سوځېدلي دي.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کندز ښار کې افغان کمانډو سرتیري حضور لري او په وینا یې له ښار څخه د طالبانو د ایستلو عملیات پيل شوي دي.

دفاع وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په کندز ښار کې د جنرال عبدالرازق څلور لارې او ملي راډیو ټلویزون سیمې له طالبانو پاکې شوي او په خبره یې تصفیوي عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت زیاتوي چې دغه عملیات به د طالبانو له شتونه د یاد ولایت تر بشپړ پاکیدو دوام لري.

د سرپل چارواکي د دغه ولایت مرکز د امنیتي وضعیت په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کوي، خو د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس اسدالله خرم امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د سرپل ولایت ټولې دولتي ادارې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوو ورځو کې د جوزجان او نیمروز ولایتونو مرستیال والیانو امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایتونو مرکزونه طالبانو نیولي دي.