د بادغیس په مرکز قلعه نو کې ډله ایز برید پای ته ورسید

په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي

د بادغیس ولایت مقامات وایي ددې ولایت په مرکز قلعه نو کې پر یو هوټل باندې د طالبانو ډله ایز برید چې د شنبې ورځې له غرمې وروسته یوه بجه پیل شوی و د ماښام په شپږ نیمو بجو پای ته ورسید.

د بادغیس ولایت د والي ویاند نجیب الله دادفر د امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل درې وسله والو بریدگرو وروسته له هغې چې په "پسته" چوک کې یې پر افغان امنیتي سرتیرو برید وکړ د امنیه قوماندانۍ ته نژدې یو هوټل ته ننوتل او پر جگړه یې پیل وکړ.

ښاغلي دافر وویل چې له پنځم نیم ساعته جگړې وروسته یو مهاج ووژل شو او دوه یې امنیتي قواو ژوندي ونیول.

د بادغیس ولایت ویاند وایي پدې جگړه کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا اته ملکیان هم په دې پیښه کې ټپیان شوي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو شمیر وسله والو د قلعه نو د "پسته" په چوک کې د ولایت د مقام سره نږدې پر افغان امنیتي ځواکونو برید کړی و. د ښاغلي ملکزي په وینا د بریدکوونکو هدف د والي دفتر وو.

خو هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه برید څخه له وړاندې خبر وو.

مخکني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته ویلي، چې نن غرمه شاوخوا دولس بجې او څلویښت دقیقې د وسله والو بریدګرو یوه ډله په قلعه نو کې یو هوټل ته ننوتي او له هغه ځایه یې د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.

ښاغلي رحیمي وویل، تراوسه افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دوه بریدګر وژل شوي او درییم بریدګر لا هم مقاومت ته دوام ورکوي.

هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو سیمه قلعه بنده کړې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ هم امریکا غږ اشنا ته وویل، چې بریدکوونکو لومړي پر افغان امنیتي سرتیرو باندې ډزې وکړې او بیا د والي دفتر سره نږدې یو هوټل ته ننوتل.

ښاغلي بیګ وویل، چې افغان ځواکونو سره د بریدګرو له منځه وړلو کې افغان هوايي ځواک هم مرسته کوي.

تر اوسه لا د دغې برید له امله د پیښې شوې مرگ ژوبلې په اړه د بادغیس ولایتي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو د قلعه نو په ښار کې د یو دولتي روغتون مشر ډاکټر عبدالطیف روستايي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې تر اوسه د برید له ځایه دغه روغتون ته دوه جسدونه او اته ټپیان وړل شوي دي.

هغه وویل وژل شوي کسان دواړه پولیس دي.

ښاغلي روستايي وویل، په ټپیانو کې څلور پولیس او د یوې ښځې په ګډون څلور ملکي وګړي شامل دي.