طالبانو د غزني د زنه‌خان ولسوالۍ پر پوستو بریدونه کړي

د غزني ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د زنه‌خان د ولسوالۍ پرپوستو بریدونه کړي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د زنه‌خان ولسوالۍ پر مرکز پر پرتو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې له امله یې څلور پولیس ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د غزني د زنه‌خان ولسوال غلام حسین یعقوبي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې شاوخوا دوو سوو وسله والو طالبانو د شپې له نهو بجو د ولسوالۍ پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د سهار تر دریو بجو پورې یې دوام درلود.

ښاغلي یعقوبي وویل " اوس بریدونه په شا تمبول شوي، خو د بیا پیل اندیښنه یې شته دی، زمونږ پولیس د امکاناتو او وسایلو د کمې سره مخ دي".

ښاغلي یعقوبي وویل، د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په دریو پوستو کې کلک مقاومت وشو، چې له امله یې په دغو پوستو کې څلور پولیس ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د زنه‌خان ولسوال د طالبانو د بریدونو د شا تمبولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې قطعې د ځای پرځای کیدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل د تیرې شپې په جګړو کې پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

خو طالبانو لا تراوسه د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د زنه‌خان، واغظ، انډر، مقر او ګیلان ولسوالۍ د غزني ولایت په ناامنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي.

د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د اوږدو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

میدان وردک د نرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو برید

د غزني ولایت په ګاونډ کې د میدان وردک ولایتي چارواکي وايي، تیر ماښام د دغه ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي امنیت د "صفر یک" قطعې مخې ته د موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د ملي امنیت درې سرتیري ټپیان شوي دي.

د میدان وردک د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د سید اباد د تنګي په سیمه کې هغه وخت وشو، چې کله د ملي امنیت د " صفر یک" قطعې څخه موټرې بهر را ووتلې.

ښاغلي امیني وویل " طالبانو د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر ته چاودنه ورکړه، چې هدف ته له رسیدلو وړاندې وچاودیده او د ملي امنیت درې سرتیري یې ټپیان کړل".

ښاغلي امیني وویل، په دغه برید کې د ملي امنیت یو پک اپ موټر هم ویجاړ شوی دی.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه ځانمرګي برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې چې د یو موټر په وسیله ترسره شوی، د " صفر یک" د قطعې تر دیرشو پورې کارکوونکي وژل شوي دي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دا برید د احمد په نوم د دغې ډلې د یو غړي له خوا شوی دی.