د کندوز ښار منځ کې جگړه روانه ده

نن دوشنبه مازیګر ۴ بجې د دولت مخالف وسله وال له دریو خواو څخه د کندوز ښار ته ننوتل، د کندوز د ښار په داخل کې له مخالفو وسله والو سره هیڅ مقاومت ونه شو.

د کندوز دښار یو تن اوسیدونکی چې خپله هم له کوره وتلی و او د جګړو له امله یې بیرته خپل کورته د ستنیدو لار نه موندله په ښار کې په دې لالهانده و چې څنګه خپل کور ته لاړ شي.

محمد رحمن وايي چې هغه د کندوز ښار ته په سودا پسې راغلی و خو اوس بیرته خپلې سیمې ته نه شي ستیدای.

د کندوز پر مرکزي چوک باندې وسله والو طالبانو خپل سپین بیرغ ولګاوه، خو لا هم د کندوز د ښار ډيرې سیمې له افغان ځواکونو سره دي، د ملي امنیت یو تن مامور امریکاغږ ته وویل چې دوي اوس د ښار په جنوب برخه کې دي، خو له مخالفینو سره یې تر اوسه جګړه نه ده راغلی.

د ملي امنیت دغه مامور وايي چې طالبانو د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ خو له مقاومت سره مخ شول او بیرته په شا شول.

هغه وايي چې دوي د شپې اته نیمې بجې هم د کندوز د ښار په منځ کې دي.

اوس مهال د کندوز د ولایت ودانۍ د امنیې قوماندانۍ پخوانۍ ودانۍ، محبس، بالاحصار د الچین پله سیمه او نورې سیمې د دولت په ولکه کې دي.

اوس مهال د کندوز په ښار او شاو خوا سیمو کې د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي.

اوس مهال د کندوز په ښار کې یوازې د ملي امنیت قواوې ځای پر ځای شوي دي، خو د ملي پولیسو او ملي اردو قواوې د هوايي میدان په انګړ کې هغو لویو ودانیو کې راټولې شوي چې د جرمیني پي ار ټي له خوا جوړې شوې دي.

اوس مهال د ملي اردو ځواکونه هم په خپل مرکزونو کې دي

په عین حال کې د کندوز د امنیت امر معصوم خان امریکا غږ اشنا راډیو سره ټیلفوني خبرو کې ویلي چې د دولت مخالفینو سره د ښار په منځ کې جگړه روانه ده،د ښار چوک د دوي جگړې لومړۍ کرښه ده او د ولایت مقام او نور مهم ځایونه خوندي دي.

نوموړي وویل چې د کندوز د دفاع دپاره ورته کومک را روان دی او ډېر زر به را داخل شوي طالبان له ښاره وباسي. هغه وویل چې د کندوز والي ښاغلي اسدالله عمر خېل سره خپله لیدلي او هغه د ولایت په مقام کې دی.

د ناوې ولسوالۍ سقوط

طالبانو په یو بل بیان کې چې د دغې ډلې د یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي له خوا رسنیو ته استول شوی، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د طالبانو دغه ویاند ویلي چې د ناوې په ولسوالۍ عملیات د یو ځانمرګي برید پواسطه پیل شول چې بیا وروسته د نورو طالب وسله والو له خوا د ولسوالۍ مرکز شاوخوا پوستو باندې بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې له دغې ولسوالۍ افغان ځواکونه په شا شول.

د هلمند امنیتي چارواکو د ناوې ولسوالې د سقوط په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو یو استازي عبدالودود پوپل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالب وسله والونن د دې ولسوالۍ مرکز د یوې سختې جګړې وروسته نیولی دی.

ښاغلي پوبل وویل چې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان احمدشاه سالم هم په دغو جګړو کې وژل شوی دی.