کندهار کې د طالبانو په ډله‌ییز برید کې ۴٣ افغان سرتیري وژل شوي

کندهار کې د میوند ولسوالۍ پر پوځي بیس بازندې د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ییز برید په نتیجه کې د افغان پوځ ۴۳ سرتیري وژل شوي.

تیره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې یو شمیر وسله‌والو او ځانمرګو بریدګرو، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د چشمو په نوم د افغان پوځ پر عملیاتي بیس برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د پوځ له څلویښتو زیات منسوبین ووژل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي، چې په دغه پوځي مرکز کې د افغان پوځ د موجودو سرتیرو شمیر ۶۰ تنو ته رسیده.

هغه ویلي "له دې شمیرې ۴۳ تنه د نښتې په نتیجه کې شهیدان شوي، ۹ تنه ټپيان شوي، ۶ تنه لادرکه دي او دوه تنه له دغه برید څخه روغ رمټ وتلي، په مقابل کې یې د دښمن ۱۰ تنه په دغه برید کې وژل شوي".

جنرال وزیري زیاته کړه، چې د پیښې د څیړلو لپاره، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان د برید ځای ته تللی دی.

د ۲۰۵ اتل قوال اردو د اړیکو مسول ډګرمن خواجه محمد علوي امریکاغږ اشنا ته وويل، چې دغه برید د سهار تر شپږو بجو دوام وکړ.

ډګرمن علوي زیاته کړه، چي د افغان کمانډو او د قاطع ماموریت د هوايي حملو په ترځ کې ۱۰ تنه وسله وال هم وژل شوي چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي.

هغه وویل "زموږ عملیاتي بیس د یو څه وخت لپاره سقوط کړی وو خو بیرته مو ونیو، موږ هم تلفات لرو خو دقیق شمېر به يې وروسته روښانه شي او د دښمن د ۱۰ وژل شویو کسانو جسدونه په سیمه کې دي".

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، د جګړې پر مهال د پولیسو سرتیري د وسله والو طالبانو د برید د پرشا تمبولو لپاره پر وخت سیمې ته ورسیدل.

جنرال رازق زیاته کړه، چې په پېښه کې پوليسو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله‌والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي، برید لومړی د یو زرې موټر بم په مټ ترسره شوی، چې په کې د افغان پوځ پنځه زرې موټرې سوزیدلي او یو بل د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.

قاري احمدي ادعا کړې، چې په دغه برید کې د افغان پوځ شپیتو منسوبینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د میوند ولسوالۍ د کندهار ښار د لویدیځې څنډې په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده او د هلمند ولایت د ګرشک او سنګین ناامنو ولسوالیو سره پوله لري.

په روانه اونۍ کې دا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزونو باندې د وسله‌والو طالبانو دریم لوی برید دی، چې ترسره کیږي.

دغې ډلې د سې‌شنبې په ورځ د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۶۰ تنه ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپیان شول.

له دغه برید وړاندې وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کړی وو، چې په کې ۳۹ تنه وژل شوي وو او ۳۲ نور ټپيان شوي وو.