طالبانو د هلمند په دریو ولسوالیو بریدونه کړي

د افغانستان د دفاع وزارت جګړه تائید کړې خو ویلي دي چې د طالبانو روان بریدونه د اندیښنې وړ نه دي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، طالبانو د تیرې شپې راهیسې د هلمند ولایت په دریو ولسوالیو نهرسراج، نادعلي او ګرشک کې د افغان ځواکونو په پوستو پراخه بریدونه کړي چې جګړه لا هم روانه ده.

له تيرې شپې راهيسې د هلمند په دریو ولسواليو کي نهرسراج، نادعلي او ګرشک کي وسله والوطالبانو پر امنيتي پوستوپراخه برید پيل کړي چي لاهم دوام لري .

دهلمند د لښکر ګا ه ـ کندهار پر لویه لاره د امنيتي پوستو قومندان سمونوال ستارخان نورزي امريکاغږ ته وویل چې دالکوزو دښاخ جګړه ډیره سخته وه چې د سیمې دمحلي پولیسو قومندان سفر محمد هم پکې وژل شوی دی .

ستارخان نورزي وویل، چې تراوسه په دغه جګړه کې ترشلوتنو پورې د ملي او سيمه ييز پوليس او پاڅونکوونکي پکې وژل شوي دي .

دی وایي، جګړه لا هم روانه ده اودوی د ولايت له مرکز څخه سیمې ته د تازه دمو قوواو د ورتگ غوښتنه کړې ده.

د دغو جګړو له امله د کندهارـ لښکرگاه ترمنځ لويه لار هم په وقفه يي ډول د ترافيکو پر مخ کله تړلې او کله هم پرانیستې وي.

د افغانستان د دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو پوځي تحرکات تائید کړي دي.

خو ددغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ نه دی.

جنرال وزیري دا هم وویل چې همدا نن هم افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې دوه عملیات پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په ليږلي تليفوني پيغام کې ويلي چې پدې نښتو کي يې گڼو امنيتي سرتيرو ته مرگ ژوبله اړولې ده .

خو دغې ډلې د خپلو وسله والو جنګیالیو ته د سر د اوښتي زیان په باب څه نه دي ویلي.

د بلې خوا افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې د ارزګان په ولایت کې د طالبانو د یو نومول شوی والي او د دغې ډلې د پوځي کمیسیون مشر د نهه نورو طالب وسله والو سره تیره شپه په یو برید کې وژلي دي.

خو طالبانو د دفاع وزارت څرګندونې ناسمې بللي دي.

ننګرهار کې د داعش قوماندان وژل شوی

ننګرهار کې بې پېلوټه الوتکې د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو برید کړی .دی

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې تېر ماښام د هسکې مېنې ولسوالۍ د لنګرې سیمه کې بې پیلوټه طیارې د داعش پر وسله والو برید کړی چې له امله یې ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د یو قوماندان زرقاوي په ګ‌‌‌‌‌‌ډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وایي په دغه برید کې یو سراچه موټر او ځینې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.