طالبان: ایران دې افغان کډوالو ته بشردوستانه اسانتیاوې برابرې کړي 

د کډوالو د نړیوالې ورځې سره جوخت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې پدې هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته دې د بشردوستۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ددې وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان، سره په کتنه کې د افغان کډوالو سره د تهران د "نرم" چلند او هغوی ته د بشردوستانه اسانتیاو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت معین هیله څرګنده کړې چې ایران افغانانو ته د ویزو د ورکولو بهیر چټک کړي چې د افغانانو د قانوني تګ راتګ ته زمینه برابره شي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران په یو زیارت کې د برید وروسته په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایراني مقاماتو او ددې هیواد د اوسیدونکو له خوا د تاوتریخوالي ډک چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ویدیوګانې خپرې شوې دي، دغه ویدیوګانې د تند غبرګون سره مخامخ شوي.

پداسې حال کې چې پدې وروستیو کې زیات شمیر افغانان له ایران څخه ایستل شوي، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي ویلي دي چې ایران د اسلامي انساني معیارونو او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د مصالحې د ساتنې په مقصد د کډوالو زیات بار پر اوږو وړي.

ښاغلي کاظمي قمي ویلي دي: "ایران د نړیوالو ادعا کوونکو سازمانونو له ملاتړ پرته د افغانستان په وروستي کړکیچ کې په سلګونو زره تازه مهاجر میشت کړي او اوس یې په میلیونونو کډوال د خدماتو تر پوښښ لاندې راوړي دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمیشنرۍ د رپوټ له مخې په کابل کې د طالبانو د واکمن کیدو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیون افغانان اوسیدل چې نژدې دوه میلیون مسان یې غیر قانوني وو. ددې سربیره اټکل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو زره نور افغان مهاجر هم ایران ته تللي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د روان لمریز کال د پیل راهیسې په اوسط توګه د ورځې ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستنیږي.