طالبانو فراه کې د پولیسو یو کنډک نیولی دی

د فراه په ولایت کې په دې وروستیو اونیو کې د وسله والو طالبانو سره په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي.

د فراه په ولایت کې چارواکي وايي، تیره شپه ( لړم۱۴ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د " پشت کوه" په ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو په یو کنډک برید کړې، چې له امله یې پولیسو ته د سر د زیان د رسیدلو سربیره د غه کنډک هم طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د فراه د ولایت د ولسي جرګې غړي دادالله قانع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه کنډک کې شاوخوا پنځوس پولیس په دنده بوخت وو، چې د ښاغلي قانع د وینا له مخې د دغه کنډک د رئیس ارکان په ګډون شاوخوا شل سرحدي پولیس د طالبانو د تیرې شپې په برید کې وژل شوي دي.

ښاغلي قانع وویل، چې د برید وروسته یوازې درې پولیس په سیمه کې د ملي اردو یو مرکز ته ځانونه رسولي او د نورو پولیسو حال لا څرګند نه دی.

افغان سرتېري

د فراه په ولایت کې د ملي اردو د لوا ویاند نورالحق خالقي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د افغان سرحدي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه او په دغه جګړه کې د سرحدي پولیسو د یو کنډک سقوط تائید کړی او ویلي دي، چې وسله والو طالبانو دا کنډک د څو ساعتونو جګړې وروسته نیولی دی.

ښاغلي خالقي د تیرې شپې په جګړه کې د کنډک د رئیس ارکان په ګډون د یو شمیر افغان پولیسو وژل هم تائید کړي، خو د کنډک سره د ټیلیفوني اړیکو د پرې کیدو له امله يې په دغه پیښه کې د تلفاتو دقیق شمیر څرګند نه کړی شو.

د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پانه لیکلي، چې د فراه د " پشت کوه" ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړه کې د دغې ډلې وسله والو شل افغان پولیس وژلي او پنځه نور یې له ځان سره وړي دي.

د فراه ولایت د " پشت کوه" ولسوالۍ د ایران سره په سرحد کې پرته ده او د فراه ولایت د اناردرې او شیب کوه ولسوالۍ سره ګډ سرحد لري.

د روانې لړم میاشتې پر نهمه نېټه د یاد ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د افغان پوځ د یوې هلیکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ۲۵ تنه ووژل شول.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور، د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال او د یوه پیلوټ په ګډون د دغه ولایت یو شمېر پوځي او ملکي‌ مسؤلین شامل و.

د روان کال د تلې میاشتې پر ۲۳مه په پشت کوه ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه بل مرکز د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي و.

فراه د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت ولایت کې دی چې په دې وروستیو کې د نا امنیو پېښې پکې زیاتې شوي دي.

فراه کې ١١ افغان سرتیري د طالبانو په حمله کې وژل شوي

په فراه کې د طالبانو مشري بهرنیان کوي

وسله والو طالبانو د روان کال د غويي پر ۲۵ پر فراه ښار له څو اړخونو پراخه حمله وکړه چې د فراه ښار ځینو برخو ته تر ننوتو وورسته د افغان پوځ لخوا پر شا وتمبول شول.

په فراه کې له طالبانو نیول شوي وسلې او شپې دوربیونونه

تر دې مخکې د دغه ولایت چارواکو ویلي و چې ایران په دغه ولایت کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

یادو چارواکو هغه نیول شوي وسلې هم رسنیو ته وښودلې چې د دوی په وینا ایران طالبانو ته ورکړي وې.