طالبانو د زابل د شینکۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو مرکز برید کړی

افغانستان کې د هوا په ګرمیدو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

زابل په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار ( ثور ۲۶ مه) د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اړوند د سیوري سیمه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې او په جګړه کې د پوليسو یو منصبدار هم وژل شوی دی.

ځايي امنیتي مقامات وايې چې وسله والو طالبانو په یوه ډله ییز برید کې د سیوري مرکز نن سهار تر خپلي ولکې لاندې راوستی او د پوليسو تاسیساتو ته يې اور اچولی دی.

د زابل امنیه قومندان سمونیار معراج الدین سادات په سیمه کې جګړه تائید کړې خو په اړه يې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د دې ولایت یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې د سیوري د سیمې د پوليسو قرار ګاه د وسله والو لاس ته لویدلې، چې د دوو وژل شویو پوليسو جسدونه پيژندل شوي خو پدې مرکز کې د پاته نورو پوليسو په اړه معلومات نشته دی.

سرچینه زیاته وي چې نن سهار څلور بجې له کلات څخه د جګړې سیمې ته د پوليسو تازه دمه سرتیري د تګ په حال کې وو، چې د وسله والو له کمین سره مخ شو،چې له امله یې د پولیسو د کنډک د قومندان په ګډون د پوځ ۶ سرتیري ووژل شو.

دغې سرچینې امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل "په پېښه کې د زابل د عملیاتي کنډک قومندان سمونیار قیس احمد هلمندوال له خپلو پنځو نورو سرتیرو سره وژل شوی د کلات او سیوري ترمنځ پر لویه لار وسله والو د تازه دمه سرتیرو د مخ نیوي لپاره کمین نیولی وو".

د زابل د مرکز کلات ښار په جنوب ۲۰ کیلو میترۍ کې د سیوري سیمه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال مستقله ولسوالي وه ،خو له تیرو ۱۸ کالو راهیسې دا سیمه د شینکۍ ولسوالۍ په تاسیساتو کې شامله شوې ده.

دا په تیرو دریو اونیو کې دوهم ځل دی چې دا سیمه د وسله والو لاس ته ورځي.

درې اونۍ وړاندې هم د سیوري د پوليسو مرکز سقوط کړی وو، چې وروسته افغان ځواکونو په دغه سیمه کې نظامي عملیات وکړل او نوي پوليس یې هلته ځای پر ځای کړل.

وسله والو طالبانو رسنیو ته د بیان په لیږلو سره په پېښه کې امنیتي قواوو ته ددرنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې ده.