وسله والو طالبانو د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ نیولې ده

وسله والو طالبانو له تیرو څلور ورځو د بدخشان ولایت پر څلور ولسوالیو بریدونه پیل کړي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ مازیګر ناوخته د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالي د طالبانو له خوا نیول شوې، سیمې ته افغان ځواکونه رسیدلي خو د ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات یې نه دي پیل کړي.

د افغانستان په شمالي او شمال ختیځ زون کې د افغان کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل ،چې تیره ورځ مازیګر د کوهستان پر ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو حمله کړې چې د شپې په لومړي وخت کې افغان ځواکونو عقب نشینی کړې او ولسوالۍ ته طالبان داخل شوي دي.

هغه وویل چې په کوهستان ولسوالۍ کې د هوا د خرابوالي له امله ددوي عملیات ځنډیدلي خو د ولسوالۍ شاوخوا په ۲ کیلومترۍ کې کمانډو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا وکیل عبدالله نظري امریکاغږ ته وویل چې د کوهستان ولسوالي بشپړه وسله والو طالبانو نیولې او د تیرو څو ورځنیو جګړو په ترڅ کې د تیشکان ۳۰ فیصده سیمه د طالبانو په ولکه کې راغلې ده.

هغه وویل چې په دغه جګړه کې ۵ تنه پولیس هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تیره اونۍ د "الخندق" په نام خپل نوي پسرلني عملیاتو د پيل له اعلان سره سم د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو شهدا، کوهستان، راغ او تیشکان باندې بریدونه پیل کړل.

اوس مهال په بدخشان کې د یمګان او وردوج ولسوالۍ بشپړې د طالبانو په لاس کې دي او کوهستان دریمه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان یې نیسي.

د بدخشان ولایتي شورا ه غړي وايي، د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروستهدغې ولسوالۍ سره د مخابراتي شبکو اړیکې هم پرې شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې ویلي، تیره شپه د دې ولسوالۍ مرکز له افغان امنیتي ځواکونو سره له درې ورځو جګړو وروسته د دغې ډلې وسله والو لاس ته ورغلی دی.

طالبانو ویلي، چې په دې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو څلور صاحب منصب او ۱۱ سرتیري وژلي او ۱۴ نور د افغان پوځ او پولیسو سرتیري یې ټپیان کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې جګړه کې دوه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍد دغه ولایت د مرکز په شمال کې پرته ده.