طالبانو د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ نیولي

دغه دوه ولسوالۍ نن سهار وسله‌والو طالبانو له سختو جګړو وروسته ونیولې.

په غور او فاریاب ولایتونو کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته، په غور کې د تیوره او په فاریاب کې د کوهستان ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.

د غور والي ناصر خاضع امریکا غږ آشنا ته وویل، له هلمند، فراه او غور ولایتونو څخه زرګونو وسله‌والو طالبانو له څو اړخونو څخه تیره شپه د دغه ولایت پر تیوره ولسوالۍ برید وکړ او له افغان امنیتي ځواکونو سره له ۱۶ ساعته سختې جګړې وروسته یې، د یک‌شنبې ورځې په سهار شاوخوا ۹ بجې، یاده ولسوالۍ ونیوله.

د ښاغلي خاضع پر وینا، اوسمهال د تیوره ولسوالۍ په شاوخوا کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې په د جګړې د پای ته رسولو لپاره ځمکنیو او هوايي پوځي مرستو ته اړتیا لري.

په دې نښته کې دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو د دغه ولایت مدني فعالانو خبردارۍ ورکړی، که حکومت د تیوره ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره لاس په کار نه شي، ښايي د دغه ولایت د پسابند او شهرک په څیر نورې شپږ ولسوالۍ هم د وسله‌والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ سقوط

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له سو ساعته نښتې وروسته، طالبانو د دغه ولایت د کوهستان/ لولاش ولسوالۍ او د پولیسو امنیه قوماندانۍ نیولې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یوریش امریکا غږ آشنا ته وویل، شاوخوا ۷۰۰ وسله‌والو طالبانو تیره شپه اته بجې پر دغې ولسوالۍ برید وکړ او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ د ودانیو له نیولو وروسته یې دغو ودانیو ته اور ورته کړ.

د یوریش پر وینا، چې همدا اوس شاوخوا ۲۰۰ تنه امنیتي ځواکونه، دغې ولسوالۍ ته نږدې پراته دي او جدي مرستو او مهماتو ته اړتیا لري.

د تیرې شپې په نښتو کې دوه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او دوه نورټپيان شوي، خو وسله‌والو طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ نیول تائید کړي دي.

طالبانو په دغه بیان کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

اوسمهال د دغې ولسوالۍ په یو کیلومترۍ کې د دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده.

لا تر اوسه د فاریاب امنیتي چارواکو د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.