وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت خپلو ټولو جنګیالیو ته لارښونه کړې چې پر "دښمن هېڅ ډول عملیات" ونکړي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۸مه) د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې دوی په "لا اطمینان او خوښۍ" د اختر ورځو د تېرولو لپاره درې ورځې اوربند کوي.
د اعلامیې په یوې برخې کې جنګیالیو ته لارښونه شوې که "د مقابل جانب لخوا ستاسو په طرف کوم برید وشو، بیا کلک ځواب ورکړئ."
همدارنګه په اعلامینه کې له ټولو وسله والو غوښتل شوي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته له ورتګ نه ډډه وکړي او د مقابل لوري کسانو ته هم د راتګ اجازه ورنکړي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې د طالبانو لخوا د اوربند د اعلانولو هرکلی کړی دی. صدیقي لیکلي چې ولسمشر غني افغان پوځیانو ته لارښونه کړې چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعات کړي.
د ټویټ په یوه بله برخه کې لیکل شوي چې افغانان "د دوامدار اوربند او د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پیل کېدو غوښتونکی دی."
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي.د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) July 28, 2020
طالبانو په کوچني اختر کې هم اوربند کړی و خو له غوښتنو سره سره یې موده ونه غځوله او د جګړو و نښتو له امله زرګونه افغانان مړه او ټپیاان شول.