هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان په هوايي حمله کې ووژل شو

د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا عبدالمنان د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

پېښه د هلمند په شمال کې د نوزاد په ولسوالي کې تېره شپه رامنځته شوې.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین په دې اړه اشنا راډیو ته وويل چې له ملا منان سره د هغه څلور ملګري هم وژل شوي.

د هلمند شمالي ولسوالۍ چې نوزاد له دولتي حاکمیت څخه بهر ده او د وسله والو طالبانو د حضور مرکزي سیمه بلل کېږي.

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې ملا منان په دې ولایت کې په لویو بریدونو او نا امنیو کې کلیدي رول درلود چې په وژل کېدو سره به يې د وسله والو طالبانو په لیکو کې کمزوري رامنځ ته شي.

دغه راز د هلمند والي زیاته وي چې ملا منان د وسله والو طالبانو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره هم نږدې اړیکې لرلې.

وسله والو طالبانو هم نن یکشنبې رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د هلمند ولایت لپاره د دوی د والي ملا عبدالمنان وژل کېدل تائید کړي دي.

وسله والو طالبانو ویلي چې نوموړی تېره شپه په هلمند ولایت کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.