طالبان: د اسلامي دولت ۶۰۰ جنګیالي مو نیولي 

د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې واک ته له رسیدو وروسته یې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست یو ویاند په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نیولو شویو کسانو کې د داعش د خراسان څانګې جګپوړي قومندانان هم شامل دي.

خلیل همراز په یوه خبري کنفرانس کې وویل:"دغو کسانو چې له داعش سره اړیکې درلودې اوس تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په زندانونو کې دي."

د طالبانو د استخباراتو د برخې دغه ویاند زیاته کړه چې د یادې ډلې په رواندې د هغوی په امنیتي عملیاتو کې د داعش پورې اړوند ۴۰ جنګیالي وژل شوي هم دي.

ښاغلي همراز په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان پخوانی حکومت تورن کړ چې د اګست له ۱۵ مخکې یې د نورو مجرمینو په ګډون د داعش د خراسان څانګې ۱۸۰۰ جنګیالي هم آزاد کړي دي. نوموړي وویل چې دغه خوشي شوي کسان د افغانستان په وروستیو امنیتي پيښو کې لاس لري.

د داعش خراسان څانګې د ځانمرګو بریدونو په ګډون، په افغانستان کې د لس ګونه بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی. په دې تاوتریخوالو کې د طالب جنګیالیو په ګدون په سلګونه ملکي افغانان مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو په داسې حال کې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې د خپلو بریاوو جزیات خپاره کړل چې د زیاتیدونکو ترهګریزو تهدیداتو په وړاندې د هغوی د مقابلې د توانایي په اړه انتقادات زیات شوي دي.

یو شمیر امریکایي چارواکو له امریکا غږ سره په خبرو کې په دې اړه شک ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې "موږ د طالبانو ادعاوي لیدلي دي. موږ په ګوته کړې چې د داعش خراسان څانګه یو مقاوم دښمن دی."

دغه امریکایي‌ چارواکي زیاته کړه:‌"دا په روښانه د طالبانو په ګټه ده چې ددغې خشنې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ وویل چې د آسیا په جنوب کې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې زیاتوالی او د القاعده د حضور دوام د واشنګټن د ژورې اندیښنې وړ دی.

خو یو شمیر کارپوهان خبرداری ورکوي چې په یو وخت د داعش د خراسان څانګې د دومره غړو نیول غیر یقیني ښکاري.

په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځو ډلو یوه څیړونکي عبدالسعید امریکا غږ ته وویل:"راپورونه وایي چې طالبانو د داعش د خراسان څانګې په سلګونه غړي نیولي دي کوم چې اکثریت معمولي سلفیان دي او هغوی په ترهګري کې ښکیل ندي او داعش سره اړیکي نلري."

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې جنګیالي لري چې کیدای شي د شپږو میاشتو په موده کې پر امریکا متحده ایالتونو او لودیځ د برید وړتیا ترلاسه کړي