طالبانو په لغمان کې د دریو ولسوالیو کلینیکونه تړلي

ولسي خلک وايي طالبان باید له حکومت سره دخپلې دښمنې زور له دوې ونباسي

وسله والو طالبانو د لغمان په دریو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړلي دي او ولسي خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو تقریبآ ټول کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي.

حکومت د دغو ولسوالیو لپاره د ۴۰ بسترونو یو روغتون جوړ او پرانیزي، طالبانو غوښتل دا روغتون د الینګار له مرکز نه د هغوې تر واک لاندې سیمې، سنګر درې ته انتقال کړل شي، حکومت ونه مانه او طالبانو هم د دریو ولسوالیو کلینیکونه وتړل.

د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبد الطیف قیومي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د سنګره درې له خلکو سره یې موافقه کړې چې دا کلینیک به د ولسوالۍ مرکزي سیمه کې جوړېږي.

هغه وايي ځايي خلکو دا غوښتنه هم کړې چې د سنګر درې وړوکیو کلینیکونو ته به هم ډاکټران او طبي وسایل ورکړل شي چې د خلکو ستونزه حل شي.

په ځینو نورو ولسوالیو کې هم طالبانو دولتي روغتیايي مرکزونه تړلي او ناروغان د لغمان مرکز مهترلام ته په اوږده لاره ان له ژوند سره خدای په اماني کوي.

ځايي خلک وايي حکومت او طالبان دې له ولسي خلکو نه زور نه اوباسي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دوې په لغمان کې ځکه د ځینو روغتیايي مرکزونو د تړلو ګواښ کړی چې حکومت ورته د ډاکټرانو او دارو درملو په رسولو کې پاتې راغلی دی.

هغه وايي که حکومت دغه روغتیايي مرکزونه سم سمبال نه کړي نو دوی به پر بدیلو لارو غور وکړي.

لغمان چې په ډېرو سیمو یې حکومتي ولکه نشته، په تېرو څو میاشتو کې یې د نا امنۍ لمن پراخه شوې او ځايي خلک وايي حکومت دې ددغو حالاتو د سمون لپاره لاس په کار شي.