طالبانو د ایران په سرحد کې پر افغان کډوالو باندې ډزې او چاودنې تائید کړې

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو رسنۍ د عیني شاهدانوله قوله ادعا کړې وه چې په افغان کډوالو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې څه باندې ۲۰۰ تنه وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغان کډوالو په یوې ډلې باندې د ایراني سرحدي ساتوونکو په ډزو کې د یو شمیر افغان کډوالو وژل کیدل او ټپي کیدل تائید کړي او ویلي دي چې په دې پیښه کې د دوو وژل شویو جسدونه او یو شمیر ټپیان یې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۳۱ (لړم لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې تراوسه ددغې پیښې د دوو وژل شویو کسانو د جسدونو په ګډون یو شمیر ټيپان د ګمارل شوي پلاوي له خوا افغانستان ته انتقال شوي او د نورو د انتقالیدو لپاره هڅې روانې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی".

ددې پیښې خبر لومړۍ د "حال‌وش" په نوم د ایران د بشري حقونو رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په اړه خبرونه خپروي ورکړی و. دغې رسنۍ د اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) د عیني شاهدانو په حواله لیکلي وو چې په افغان کډوالو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې څه باندې ۲۰۰ تنه وژل شوي، خو رسمي او خپلواکو سرچېنو په دومره شمیر تلفات نه وو تائید کړې.

دغې رسنۍ ویلي و چې ایراني ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ د ایرن د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ د کله ګان په صفري نقطې کې د ۳۰۰ افغان کډوالو په یوې ډلې باندې ډزې کړې وې.

په یوې ویدیو کې هم چې امریکا غږ ته رسیدلې لیدل کېږي چې ځینې خلک ژوبل شوي دي، خو امریکا غږ دا ویدیو نه شي تائیدولی.

د دې پیښې په اړه د خپرو شویو راپورونو وروسته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوي چې د طالبانو د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازي په کې شامل وو ټاکلی وو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند په دې اعلامیه کې ویلي: "د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او پلاوی په دې اړه کار کوي، وروستي جزيات به د څيړنو له پای ته رسېدو وروسته بیا خپاره شي". د دایران حکومت تراوسه ددغې پیښې په اړه په رسمي ډ‌ول تبصره نه ده کړې، خو افغانستان لپاره ددغه هیواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د ایکس په پاڼه لیکلي دي چې د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپورونه سم نه دي. هغه دا خبره هم کړې ده چې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو په اړه قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی.

د طالبانو حکومت ددې پیښې څخه د نږدې دوو اونیو په تیریدو دا اعلامیه په داسې حال کې ورکړې، چې دا پیښه په نړیواله کچه د بشري حقونو د بنسټونو په ګډون په ملګروملتونو کې د افغان چارواکو او یو شمیر پخوانیو افغان شخصیتونو له خوا په سختو ټکو غندل شوې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ایران سره پر پوله د افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. .

بینیټ د ایکس په پاڼه لیکلي: "له مقاماتو غواړم چې دا موضوع په شفافه توګه وڅیړي. باید سمدستي وضاحت ورکړل شي. په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره زیات وقار او امنیت ته اړتیا ده."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ددې پیښې په تړاو یې د هراړخیزو پلټنو غوښتنه کړې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو: "یوناما د ایران د سیستان ولایت د سرباز ولسوالۍ په کالاګان سیمه کې د اکټوبر په ۱۴ او ۱۵مه د یوې پېښې د ټکان ورکوونکو راپورونو په اړه چې په کې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې د برید او په پایله کې د هغوی د وژل کېدو ادعا شوې، خپله ژوره اندیښنه څرګندوي."

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي‌ استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه هم دا پېښه "غیر انساني" بللې وه.

هغه د خپل ایکس په پاڼه لیکلي دي چې دا ډول پېښو باندې غور د نړیوالې ټولنې جدي اقدام ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت له خوا ددې پیښې څخه د دوو اونیو د تیریدلو سره سره د دغه حکومت دریځ د نه څرګندیدو له امله د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغان کاروونکو د طالبانو پر حکومت تند انتقادونه کړي وو او په دې اړه د دریځ نه اعلانوال یې د ایران سره د ښو اړیکو د ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت د اړتیا له امله ګڼلي وو.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور له مخې په تیرو پنځه کلنو کې له اتو میلیونو څخه زیات افغانان له خپل هیواد څخه بهرنیو هیوادونو ته تللي، چې اکثره یې ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. ددغه سازمان د راپور پراساس په روان کال کې په زرګونو افغان کډوال دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۹۶زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران او پاکستان ته مهاجر شوي وو.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغې ډلې کې یې ۶۷۹۴۴ افغانان ایران او ۲۶۰۶۳ تنه نور یې پاکستان ته کډه کړې وه.

همداشان دغه سازمان ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه ۲۳۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د وروستۍ اونۍ په خپل راپور چې اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) یې خپور کړی ویلي چې ددغه سازمان د کډوالو د څارنې بهیر ښيي چې د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه په خورا زیات شمیر افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي: "ددې میاشتې [ سپټمبر] کې ددغه لوی شمیر ستنیدونکو دمخه د مې په میاشت ۱۹۰ زره کسانو ستنیدل د مهاجرت د نړیوال سازمان د څارونکو ټیمونو له خوا شمیرل شوي وو".