کندوز والي: طالبانو د دولتي مامورینو ځمکې بیت المال اعلان کړي

طالبانو دوه ځلې وکړی شو چې د لنډې مودې لپاره د کندوز د ښار مرکز ونیسي.

په کندوز کې وسله والو طالبانو د هغو کسانو زراعتي ځمکې بیت المال اعلان کړلې چې په دولتي ادارو او امنیتي ارګانونو کې دندې لري، ددغو ځمکو حاصلات د وسله والو طالبانو مالي بودیجې ته ورکول کیږي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وايي د دولت هغه مامورین چې په کلیو کې کورونه او زراعتي ځمکې لري، وسله والو طالبانو د دغو دولتي مامورینو کورنۍ له کلیو شړلي او ځمکې یې ترې غصب کړي دي:

" طالب د دولتي مامورینو مال، جایداد او ځمکې په هغو سیمو کې شاړې کړي چې هغوي په کې واک لري، او نه پریږدي چې ځمکې یې وکرل شي."

اسدالله عمرخیل وویل چې د کندوز په ولسوالیو او کلیو کې چې طالبان په کې واکمن دي او د دولتي مامورینو کورنۍ په کې میشت دي د هغوي کورنۍ یې له کلي او کوره شړلي دي، چې اوس یې اکثر د کندوز په ښار کې ژوند کوي " د دولتي مامورینو د ملي اردو، پولیسو، او ملي امنیت د عسکرو او صاحبمنصبانو کورنۍ یې په زور له کلي شړلي او نه پریږدي چې هلته واوسیږي."

هغه زیاته کړه دغه خلک چې کورنۍ یې د طالبانو له لاسه له سیمې بې ځایه شوي باید په روان ژمي کې ورسره مرسته وشي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وايي چې له دغو کورنیو سره او هغه عام خلک چې د جګړو له امله بې ځایه شوي که په روان ژمي کې مرسته ونه شي له ستونزو سره به مخ شي " له دغو بې ځایه شویو کورنیو سره باید مرسته وشي او دوي تر ټولو زیات مستحق دي، کنه په ژمي کې به دوي له زیاتو ستونزو سره مخ شي، تقریبا د کندوز په ښار کې په زرګونو کورنۍ له سرپناه پرته ژوند کوي."

د سیمې خلک هم وايي چې وسله والو طالبانو په کليو کې د هغو خلکو زمکې بیت المال اعلان کړي چې په دولتي ادارو او امنیتي ارګانونو کې دندې لري.

خو له دې پرته چې د دولتي مامورینو ځمکې یې یا شاړې کړي او یا یې بیت المال اعلان کړي، له دهقانانو څخه یې د مالیې ټولول هم پیل کړي دي.

د کندوز د چاردرې اوسیدونکي وايي چې وسله وال طالبان له دهقانانو څخه په یو جریب باندې پنځوس افغانۍ مالیه اخلي، او له دې پرته د هر فصل عشر هم ترې ټولوي.

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې یوازینی ولایت کندوز دی چې وسله وال طالبان یې له دهقانانو څخه عشر او مالیه اخلي، په ښوونځیو کې له غیرحاضرو استادانو پیسې ګرځوي، د بریښنا مصرفي پیسې راټولوي، او د دولتي مامورینو زراعتي ځمکې یې یا شړې کړي او یا یې هم حاصلات وسله وال طالبان اخلي.