یعقوب مجاهد:که څوک له افغانستان څخه بهر ته د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ دی جهاد نه دی

عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د طالبانو د دفاع وزارت قوماندانانو او د دغه وزارت منسوبینو ته په وینا کې ویلي، چې که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د شنبې په ورځ اګست پنځم (زمري ۱۴) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې د مولوي یعقوب مجاهد د وینا ځینې برخې خپرې کړي، چې په کې هغه تر ډیره د طالبانو غوښتي، چې له خپلو مشرانو د یوي دیني مسوولیت په توګه اطاعت وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر په دغه وینا کې چې یوازې په غږیزه بڼه خپره شوې ویلي: "اوس د امیر امر دی. اطاعت یې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي... امیر مجاهدین د جنګ څخه بند کړي او بیا هم دې روان یې جنګ ته دغه جنګ، جنګ دی جهاد نه دی".

مولوي یعقوب مجاهد په خپله وینا کې د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې په هوکړې او ځینو نورو مسلو هم خبرې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې داسې کړنې باید ترسره نکړي، چې د ښاغلي مجاهد په وینا د 'هیواد ملي ګټو' ته په کې زیان ورسیږي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست په خپله دغه وینا کې دا نه دي ویلي، چې طالبان کوم هیواد یا هیوادونو کې په جګړو کې برخه اخلي او یا هم کوم هیواد ته طالب وسله وال د جنګ لپاره تللي دي.

خو پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرله پسې ډول ددغه هیواد په ځینو تروریستي پیښو کې د افغانانو د لاس لرلو ادعا کړې ده.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د بلوچستان د ژوب په ښار کې د روان کال د مۍ په میاشت کې د امنیتي ځواکونو په یو مرکز په برید کې کوم ځانمرګو بریدګرو چې بریدونه کړي و هغوی د افغانستان اوسیدونکي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د اګست دوهمه (زمري ۱۱ ) د "آج نیوز" تلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو حکومت ته یې داسې اسناد او شواهد سپارلي، چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو لاس لرل ثابتوي.

میرمن کهر وویل، چې افغان اتباع باید له ویزې پرته دغه هېواد ته داخل نه شي، ځکه د دې په وینا، دا ډول کسان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري.

مېرمن کهر وويل: "داسې شواهد چې افغانان په تروريزم کې لاس لري، افغان حکومت [طالبانو] ته سپارل شوي دي. يو افغان وګړى پاکستان ته په صحي ويزه راغلى او معلومه شوې چې هغه په تروريزم کې لاس درلود."

د جولای ۳۰ (د زمري ۸ مه) د پاکستان په باجوړ ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د ۵۴ کسانو له وژل کیدو او ۲۰۰ نورو له زخمي کېدو وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې 'افغان اتباع' په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي شریف د باجوړ د ځانمرګي برید له قربانیانو سره د لیدلو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان خاورې ته د سخت دریځو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

د باجوړ د برید مسوولیت د اسلامي دولت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

د ښاغلي زرداري دې څرګندونو ته د پخواني صدراعظم عمران خان په ګډون د طالبانو حکومت هم غبرګون ښودلی و.

د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دغو ځرګندونو په ځواب کې یو ځل بیا ویلي، چې هیچاه ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په خلاف کار واخلي.

ښاغلي مجاهد ویلي: "که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي".

د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د شتون او د طالبانو د حکومت له خوا دغې ډلې ته د ملاتړ د برابرولو ادعاوې کړي او په دې مسلو یې د طالبانو د حکومت سره خبرو لپاره کابل ته پلاوي هم استولي دي.