د امریکایي قاضي له پریکړې وروسته، طالبانو ویلي امریکا دې د افغانستان شتمني ستنه کړي

د افغانستان بانک ودانۍ

طالب چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب دریمه) له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالره شتمني ستنه کړي.

طالبانو وروسته له هغه له متحدو ایالتونو دا غوښتنه وکړه چې د نیویارک د منهټن یو قاضي جورج ډانیلز د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ پریکړه وکړه چې د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو عزیزان نشي کولی د افغانستان د کنګل شویو پيسو نیمایي برخه ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د فرانسې خبري آژانس ته وویل:" دا شتمنۍ د افغانستان پورې اړه لري.د کنګل کیدو او د افغانستان د خلکو لپاره یې د بیرته ستنیدو په برخه کې باید هیڅ دلیل نه وي."

کریمي زیاته کړه، هغوی (امریکا) باید بې له قید او شرط څخه د افغانستان شتمني ستنه کړي.

متحدو ایالتونو وروسته له هغه د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنټرول واخیست چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یووار بیا پر افغانستان واکمن شول او ولسمشر بایډن وویل کیدای شي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي برخه د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي.

د متحدو ایالتونو د نیویارک ایالت د منهټن د یوې محکمې قاضي جورج ډانیلز وویل د "اساسي قانون د محدودیت" له مخې یې ونشوای کولی چې طالبان د افغانستان مشروع حکومت وګڼي او دا شتمني د افغانستان بانک پورې اړه لري.

دانیلز زیاته کړه، قربانیانو ته ددغې شتمنۍ د اخیستلو اجازه د داسې حکم په معني ده چې طالبان د افغانستان قانوني حکومت دی.

نوموړي وویل د امریکا محاکم دا قدرت نلري چې دې پایلې ته ورسیږي، هغه زیاته کړه د بایډن حکومت هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پيژني.

دغه امریکایي قاضي لیکلي: "مدعیان حق لري چې د غیابي حکم پر اساس زموږ د هیواد د تاریخ د تر ټولو ناوړه تروریستي برید بشپړه خساره ترلاسه کړي خو هغوی نشي کولی د افغانستان بانک شتمنۍ ترلاسه کړي."

دغه امریکایي قاضي وویل، د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو خساره باید طالبان ورکړي نه د افغانستان پخوانی اسلامي جمهوري دولت او یا هم افغانان.

د امریکایي قاضي دا پریکړه هغو څلورو مدعي ډلو ته ماته ده چې د افغانستان بانک د اوو میلیارده ډالرو کنګل شویو پیسو د یوې برخې د غوښتلو ادعا یې کړې ده.

د څلورو مدعي ډلو څخه د یوې ډلې یو مدافع وکیل لي ولوسکای وویل:" دا پریکړه د سپټمبر د ۱۱ څه باندې لس زره متضررین له دې څخه بې برخې کوي چې له طالبانو څخه د خپل غرامت حق ترلاسه کړي."

نوموړي زیاته کړه، هغوی په دې باور دي چې دا تصمیم په غلطۍ نیول شوی او په وړاندې به یې استناف وغواړي.