طالبانو په افغانستان کې د جیش محمد ډلې د مشر موجودیت رد کړ

مسعود اظهر د جیش محمد ډلې مشر

د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړل چې ګینې د پاکستان د جیش محمد ترهګرې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې دا خبر رد کړی او لیکلي دي چې دوی به په افغانستان کې د «دهېڅ هېواد مخالفو وسله‌ والو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي».

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې دا ډول «بې ثبوته» تورونه د دواړو غاړو اړیکې زیانمنولای شي.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د جیش محمد مشر ''محمود اظهر'' دې ونیسي.

د پاکستان د جیونیوز شبکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام له خولې چې نوم یې اخیستل شوی نه دی راپور ورکړی دی چې «موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو پاڼه مکتوب استولی دی او له هغوی مو غوښتي دي چې مسعود اظهر پیدا او ویې نیسي، موږ باور لرو چې هغه په افغانستان کې په کوم ځای کې پټ شوی دی.»

راپور وايي چې ممکن مسعود اظهر یا په ننګرهار او یا هم په کونړ کې وي.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په تور ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۴ نېټه د جیش محمد فعالیت بند کړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د دغې ډلې د مشر مسعود اظهر نوم په تور لست کې شامل کړی دی.

هخوا هند هم د مسعود اظهر نوم د ترهګرو په لست کې شامل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه موده مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې پاکستان لا هم د جیش محمد ډلې ننګه کوي.