طالبان: د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو نړیوالو معیارونو په خلاف دي

زرګونه افغان کډوال په تورخم کې

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي، چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول شړل د ټولو نړیوالو معیارونو په خلاف دي.

ښاغلي حنفي د سه شنبې په ورځ اکتوبر۳۱ ( لړم نهم) د ننګرهار ولایت د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته ویلي حکومت به یې وطن ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره د خپل توان مطابق مرستې وکړي.

ملا عبدالسلام حنفي له پاکستان څخه وطن ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدولو لپاره د طالبانو د مشر له خوا د جوړ شوي عالي کمیسیون مشري هم کوي.

ښاغلي حنفي وویل: "اجباري اخراج د ټولو بین المللي نورمونو په خلاف کار دی. اسلامي امارت [طالبانو حکومت] به د خپل توان مطابق انشاالله په خپل وطن کې کوښښ وکړي چې د دوی ضروریات او مشکلات حل شي".

په پاکستان کې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت له خوا ټاکلی ضرب الاجل د سې شنبې په ورځ د اکتوبر ۳۱ (لړم نهم) پای ته ورسېد.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي ویلي، چې سر د پنجشنبې د ورځې نومبر دوییم ( لړم۱۱) به په ټول پاکستان کې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د نیولو بهیر پیل شي.

هغه ویلي، چې قانوني اسنادو نلرونکي کډوال به لومړی ځانګړو مرکزونو ته واستول شي او بیا به له دغو مرکزونو خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د طالبانو ددغه لوړ پوړې چارواکي ددغو څرګندونو لږ وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ټولو هیوادونو چې افغان کډوال په کې اوسیږي غوښتي، چې افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا وشړل شي.

په دې اعلامیه کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخیستل شي ویل شوي: "له ټولو هغو هیوادونو څخه لومړی مننه کوي چې په تیرو څه باندې څلويښتو کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړی، اوس یو ځل بیا ترې غواړو افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا اخراج شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هیوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي".

د طالبانو ددغې اعلامیې له مخې، افغان کډوال د هغو هېوادونو چې په کې ژوند کوي امن ته کومه ستونزه نه جوړوي او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري.

په دې اعلامیه کې له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي: "له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرائط پرې وضع کړي".

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې هغو افغان کډوالو ته چې د امنیتي اندیښنو له امله وطن څخه وتلي ډاډ ورکړل شوی چې بیرته راستانه او په خپل هیواد کې ارام ژوند وکړي.

په عین حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۳۱( لړم نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه په خپله پاڼه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت غوښتي، چې له دغه هیواد څخه دې د افغان کډوالو د شړلو پروګرام لغوه کړي.

ښاغلي بنیټ ویلي: "زه له پاکستان څخه خپله غوښتنه تکراروم، ددې لپاره چې افغانان د یو بل بحران سره مخ نشي له خپل هیواد څخه دې افغانستان ته په ډله ییز ډول د افغان کډوالو د ستنولو پلان لغوه کړي. زه د افغانانو د حقونو څخه د دفاع لپاره د پاکستاني چارواکو په ګډون د هرې ممکنې لارې کار اخلم".

د بشري حقونو د څار سازمان هم سې شنبې په ورځ له پاکستان وغوښتل، چې د افغان کډوالو د جبري ستنیدلو پروګرام دې لغوه کړي.

دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو نلرونکی افغان پناه غوښتونکي د ګواښولو، ځورولو او نیولو له لارې افغانستان ته ستنولو ته اړباسي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې اکثره افغانان چې له پاکستان څخه د شړلو د خطر سره مخ دي د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د بیا میشتیدو په تمه دي.

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان هم د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم انوارالحق کاکړ څخه غوښتي، چې د خپل حکومت دغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

د بلې خوا د طالبانو حکومت وايي، چې له پاکستان څخه وطن ته د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره یې په تورخم او سپین بولدک کې د هرکلي او د هغوی د لنډ مهاله اوسیدانې لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو اقداماتو په لړ کې د ترانسپورت کمیټې په تورخم کې خپل چمتو والی بشپړ کړی دی.

ښاغلي کریمي لیکلي: "د ترانسپورت کمیټې په تورخم کې خپل چمتو والی بشپړ کړ. د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لیوا قومندانۍ له لوري د سلګونه غټو او کوچنیو وسائطو او سلګونه وسائلو لیږد دوام لري. په یادو وسائطو او وسائلو کې سلګونه غټ او کوچني موټر، سیار تشنابونه، جنراتورونه او د اوبو ټانکرونه شامل دي".

د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې په یو وخت د شاوخوا ۵۰۰ ستنیدونکو کورنیو لپاره یو موقتي کمپ هم جوړ کړی دی.

د ننګرهار ولایت د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري ملي تلویزیون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه مرکه کې ویلي، چې په دغه کمپ کې هغه کورنۍ چې ستونزې لري تر یوې میاشتې پورې اوسیدلی شي چې د اوسیدلو پر مهال به ورته د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ توکي د دغه ولایت له خوا برابر شي.