طالبان: افغانستان کې نږدې شل زره ښوونځي د زده کوونکوپرمخ پرانیستي دي

افغانستان کې د ښوونځیو د تړلو په اړه د اندیښنو د زیاتیدو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې نږدې شل زره ښوونځي د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان د جمعې په ورځ اپریل ۲۹ ( ثور نهم) د دغه وزارت د سرپرست مولوي نورالله منیر د ثور د اتمې د پخوانیو مجاهدینو د برې د ورځې پیغام رسنیو ته استولی چې په کې هغه ویلي، چې همدااوس افغانستان کې لس میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځیو ته ځي، چې له ډلې یې ۲.۷ میلیونه یې نجونې دي.

طالبانو حکومت په افغانستان کې څه باندې اته میاشتې وړاندې واک ته د رسیدلو وروسته تراوسه د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځي تړلي پریښې دي. د روان هجري شمسي کال د حمل په درییمه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال د نامعلومې مودې لپاره د نجونود شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي. د دغه وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې دا ښوونځي به د یوې طرحې د جوړیدو وروسته پرانیستل شي. ښاغلي ریان ویلي اوس پر دغه طرحه کار روان دی.

د پوهنې وزارت سرپرست ویلي، چې اوس مهال افغانستان کې ۲۵۰ زره ښوونکي چې سل زره یې ښځینه ښوونکې دي په ښوونځیو کې زده کوونکو ته درس ورکوي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي، چې دا ښوونکي هره ورځ په منظم ډول زده کوونکو ته د درس د ښودلو لپاره ښوونځیو ته ځي.

ښاغلي منیر ویلي " هیواد کې د ټولو پوهنتونونو دروازې نجونو او هلکانو محصلینو پر مخ پرانیستي دي. د ښځینه کارکوونکو معاشونه او امتیازات پرته له دې چې په فزیکي ډول زده کړو ته حاضرې شي او که نه په منظم ډول هغوی ته ورکول کیږي".

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په داسې حال کې په ښوونځیو کې د زده کوونکو په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو شمیر اعلان کړی چې تیره اونۍ د ماشومانو د ساتنې ادارې ' سیف اف چلډرن' په یو تازه راپور کې افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو په بند پاتې کیدو ژور حفګان ښودلی و او ویلي وو، چې اوس مهال ۸۰ فیصده نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو محرومې دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې د ۱.۱ میلیون نجونو زده کوونکو څخه اوس مهال ۸۵۰ زره یې ښوونځیو ته نه ځي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو مسله تر ډیره د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې په یوې اساسي غوښتنې بدله شوې ده. د امریکا د متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو ادارو په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومت څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي دي. خو طالبانو حکومت تر اوسه د نجونود ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د کوچني اختر د رسیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې چې د جمعې په ورځ رسنیو ته استول شوی پرته له دې چې د نجونو زده کړو ته اشاره وکړي ویلي دي چې "موږ په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو ټولوشرعي حقوقو ته درناوی لرو او ځان ورته ژمن بولو، څوک دې په دې اړه انديښنه نه کوي او نه دې هم دغه بشري او عاطفي موضوع د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په ډول کاروي".

د طالبانو مشر دا هم ویلي چې د دیني او عصري زدکړو لپاره يې د هېواد په ډيرو مرکزي او لرې پرتو سیمو کې نوي ښونځي او مدرسې پرانستې دي، او د زدکړو لپاره يې د امن فضا برابره کړې ده، استادانو او مدرسینو ته يې پخپل وخت معاشات اجراء کړي دي او تعلیمي نصاب يې ورته برابر کړی دی.