طالبان امریکا ته: د ستونزو د حل لپاره باید هر څوک خپل مسؤلیت ادا کړي

طالبان: اقتصادي ستونزې نوي حکومت ته په میراث پاتې شوي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، اقتصادي ستونزې له تیر حکومت څخه د دوی حکومت ته په میراث پاتې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دغه څرګندونې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ټامس وست هغو څرګندونو ته په ځواب کې کړي چې ویلي و د اګست تر نیمايي مخکې هم افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ و.

ښاغلي بلخي نن شنبه نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ستونزو د حل لپاره باید هر څوک خپل مسؤلیت ادا کړي.

طالبانو د تیرې چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګرس ته په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه وکړله.

واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک تقریباً ۹.۵ میلیارد ډالره شتمني وروسته تر هغه کنګل کړله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.

د طالبانو حکومت څو میاشتې کیږي چې مامورینو ته یې تنخواګانې ندي ورکړي او د مالیې وزارت هم د وارداتو لپاره پیسې نلري.

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ تیره شپه پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې واشنګټن د مخکې نه طالبانو ته واضح کړي وه که په افغانستان د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي .

د امریکا ځانګړي استازي په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کالونو وچکالۍ او کویډ-۱۹ بیمارۍ له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې او زیاته یې کړ چې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.