د افغانستان د پوهنې وزارت یو چارواکی وايي، چې طالب چارواکي ښايي د نجونو منځني ښوونځي د تل لپاره وتړي او د بدیل په توګه دیني مدرسو ته وده ورکړي.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو منځني ښوونځي د "دیني او کلتوري" اندیښنو له امله وتړل.
طالب چارواکي د نجونو پر ښوونځیو د بندیز دفاع کوي او ټینګار کوي چې دوی د ښځینه زده کونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپیریال په رامینځته کولو کار کوي.
د افغانستان د پوهنې د وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د متحده ایالاتو پوځي حضور ته په اشارې سره وویل: "ښوونځي به هیڅکله هم هغه ډول بیا پراننستل شي چې د اشغال پر وخت وو."
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکاغږ سره خبرې کړي، ځکه طالبانو خپل غړي له امریکاغږ سره له خبرو منع کړي دي. هغه وویل: "په اصل کې، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ هیڅ توپیر نشته."
هغه زیاته کړه، "که موخه تعلیم وي، نو څومره چې په ښوونځیو کې ترلاسه کیدی شي په مدرسو کې هم کیدای شي، نو باید یوازې په ښوونځیو ټینګار ونه شي."
د متنوع مضامینو پر ځای، دیني زده کړې
په هرصورت، ملګري ملتونه او د بشري حقونو فعالین اندیښنه لري چې مدرسې، چې په دیني زده کړو تمرکز کوي، نشي کولی په بشپړه توګه د دودیزو ښوونځیو ځای ونیسي چې متنوع مضامین لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش په روانه میاشت کې د امنیت شورا ته په یو راپور کې وویل: "زه اندیښمن یم چې په دې موسسو کې د زده کړې کیفیت په کافي اندازه نجونې یا هلکان د لوړو زده کړو او مسلکي روزنې لپاره نه چمتو کوي ترڅو په راتلونکي کې د اغیزمن کاري ځواک برخه شي."
په داسې حال کې چې د نجونو منځني ښوونځي له شاوخوا دوو کلونو راهیسې تړلي دي، ملګرو ملتونو په ټول هیواد کې د نویو راجستر شویو مدرسو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰۰ راجستر شوي مدرسې دي چې شاوخوا ۳۸۰ یې د نجونو لپاره دي.
د طالبانو مقاماتو تائید کړې چې په مدرسو کې د نجونو د ګډون لپاره د عمر کوم محدودیت نشته.
انتونیو ګوټیرش په خپل راپور کې ویلي: " د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د طالبانو د مشر د فرمان له صادریدو وروسته د مدرسو د ښوونکو استخدام دوام لري چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د مدرسو د ۱۰۰ زره نویو ښوونکو استخدام امر یې کړی."
'جنسي توکمپالنه'
پښتنه دراني، چې په امریکا کې میشته د افغان ښځو د پوهنې فعاله ده، وایي، طالبانو لا دمخه ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي.
آغلې دراني په مدرسو کې د احتمالي افراطي تعلیماتو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره امریکاغږ ته وویل، "هغوی خپل نظام جوړ کړی دی،"
طالبان په پراخه کچه د "جنسي توپیر" په پلي کولو تورن دي چې هدف یې د اکثرو عامه برخو څخه د میرمنو څنډې ته کول دي.
د تعلیمي محدودیتونو سربیره، افغان میرمنې له اکثرو کارونو او حتی ځینو عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورت مرکزونو ته له تللو منع دي.
تېر کال، د طالبانو کابینې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښځې سینګارتونو ته له تګ هم منع کړې.
'اوږدمهاله پایلې'
د مرستندویه ادارو په وینا، تېر کال د څه باندې ۳۳۰ زره افغان نجونو لپاره زده کړې پای ته ورسېدې، ځکه چې دوی د شپږم ټولګي په ازموینه کې بریالي شوې. دوی د څه دپاسه ۳.۷ میلیون نجونو سره یوځای شوي چې د ثانوي زده کړو څخه منع شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسیف ویاند سلام الجنبي امریکا غږ ته وویل: "دا لنډ فکره تصمیم ډیرې وړاندې پایلې لري."
کارپوهان خبرداری ورکوي چې لا دمخه د میندو د روغتیا د ځینو خرابو شاخصونو په درلودلو سره، افغانستان د عامه روغتیا د خورا خراب بحران په لور روان دی چې لامل یې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه دي.
یونیسف اټکل کوي چې نجونې له ښوونځیو بهر ساتل افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره اقتصادي زیان رسوي.
الجنبي وویل: "په راتلونکو کلونو کې د ماشومانو لپاره او د هیواد د اقتصاد، روغتیایی سیسټم او امنیت لپاره ... موږ حاکمو چارواکو څخه غواړو چې ټولو ماشومانو ته د ښوونځي په ټولو کچو کې اجازه ورکړي چې سمدلاسه زده کړې بیا پیل کړي."