پاکستان کې د طالبانو راډیويي خپرونې پراخې شوي

طالبانو ویلي چې تخنیکې ستونزې یې هوارې کړي او اوس یې راډیويي خپرونې د افغانستان په ختیځو سیمو کې هم اوریدل کیږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک په یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د "عمر راډیو" په نوم د دوي راډیويي خپرونې اوس د پاکستان د شمال لویدیځو سیمو برسیره، پولې ته نږدې د افغانستان په نورستان، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې هم اوریدل کیداې شي.

د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې د باجوړ، خیبر او مهمند ایجنسیو سربیره د چترال او مالاکنډ سیمې هم شاملې دي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې د یوې تخنیکې ستونزې له کبله یې څه موده مخکې نشرات زیانمن شوي و، خو وايي اوس یې ستونزې هوارې کړي او راډیويي خپرونې یې د اف ام په څپو په ټوله سیمه کې اوریدل کیږي. څرګنده نده چې طالبان دغې خپرونې له کوم ځاې نه چمتو کوي، خو افغان او امریکايي چارواکي پر پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره کې هغو طالب جنګیالیو او نورو اورپکو ته ځاې ورکوي چې په افغانستان او کشمیر کې جنګیږي. پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د طالبانو تر منځ د ښو او بدو توپیر نکوي.

د ډیورنډ د لانجمنې کرښې بلې غاړې کې، هم طالبان او هم د اسلامي دولت ډله (داعش) راډیويي خپرونې لري. پدغو خپرونو کې خلک وسله وال جهاد او د دولت ضد فعالیتونو ته هڅول کیږي.