افغانستان کې د تعزیري سزاګانو زیاتیدل؛ طالبانو تیره اونۍ ۱۷ تنه په دُرو وهلي

طالبانو په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د زرګونو کسانو په مخ کې د ښځو په ګډون سلګونو تورنو ته تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په تیرې اونۍ کې په افغانستان کې په عام محضر کې د ښځو په ګډون لږ ترلږه ۱۷ تنو ته د اخلاقي فساد په ګډون په مختلفو تورونو تعزیري سزاګانو د ورکو خبر ورکړی دی.

دغې محکمې د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر ۱۴(لړم ۲۴) ویلي چې د ننګرهار په ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د وینا پر اساس دا کسان د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې د "زنا، لواطت او د واده بهر اړیکو" په ګډون د تورونو له امله ورته سزا ورکړل شوې ده. ددې محکمې د معلوماتو له مخې دغه کسان د ۲۰ څخه تر ۳۹ پورې دُرې وهل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اونیز راپور له مخې د غزني په ولایت کې کې هم د تیرې اونۍ په ترڅ کې شپږ تنو تورنو ته چې په مختلفو تورنو نیول شوي وود سیمې د اوسیدونکو او د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړل شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا د واک ترلاسه کولو سره سم په دغه هیواد کې د ښځو په ګډون تورنو ته په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو ورکول پیل کړي دي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې شپږو تورنو ته د اعدام د سزا د ورکولو سربیره د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته په مختلفو ورزشي سټډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې د " اخلاقي جرمونو" په ګډون په مختلفو تورنو تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

په عام محضر کې تورنو ته د اعدام د سزا د ورکولو وروستۍ یې د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۳) د پکتیا ولایت مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یو ځوان سړي ته ورکړل شوه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپآڼه کې ویلي چې محمد ایاز اسد د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس مهال ددغه ولایت په مرکز جهاد مینه کې یې ژوند کوه، حبیب الله د ظریف خان زوی د کلاشنکوف په ډزو په عمدي توګه وژلی وو.

دغې محکمې ویلي چې پر قاتل باندې د قصاص دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو د پریکرو پر اساس او د طالبانو د مشر له خوا د تائید وروسته تطبیق شوی دی.

طالبانو په عام محضر کې تورنو ته د تعزیري سزاګانو د ورکولو دغې لړۍ ته د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د غندنې او مخالفت سره سره دوام ورکړی دی. طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت پراساس به دغه ډول سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړي.

تیره ورځ ملګرو ملتونو یو ځل بیا د پکتیا په ولایت کې یو قاتل ته د طالبانو د سترې محکمې له خوا د قصاص د سزا ورکولو سره مخالفت ښودلی وو او د طالبانو څخه یې غوښتي وو، چې ددغسې سزاګانو لړۍ دې بنده کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۳(لړم ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د ښار په ورزشي سټډیوم کې د طالبانو د محکمې د پریکړې له مخې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا په پلي کولو انتقاد کړی دی.

په دې بیان کې ویل شوي: "یوناما د افغانستان د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غواړي چې د اعدام سزا لغوه کیدو ته په پاملرنې دې په بیړني ډول په هره بڼه اعدامول وځنډوي. همداشان مونږ د قانوني بهیراوعادلانه محاکمې حقونو ته درناوي په ځانګړي ډول قانوني استازیتوب ته د لاس رسي غوښتنه کوو".

همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم د ایکش په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د یو لنډ پیغام په ترڅ د قصاص د سزا ورکولو سره مخالفت ښودلی وو.

ریچارد بنیټ ویلي: "زه د افغانستان د ګردیز د ښار په ورزشي سټډیوم کې په عام محضر کې د نن ورځې ویروونکی اعدام او همدارنګه د طالبانو له خوا نورې بدني سزاګانې او اعدامونه غندم. زه له طالبانوغواړم چې دغه سزاګانې چې د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه ده سمدستي بندې کړي".

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وژل شوي کورنۍ ته ددغه قاتل له خوا د قتل د بخښنې غوښتنه وړاندې شوې وه، خو د مقتول کورنۍ دا غونښتنه و نه منله چې له امله یې پر قاتل باندې داعدام سزا حکم تطبیق شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې محمد ایار اسد د حبیب الله په نوم دغه طالب وسله وال د خپل ځان څخه په دفاع کې وژلی و.