د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه د طالبانو وروستۍ پریکړې بیلابیل نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په یوې خبري غونډه کې د طالبانو ددې پریکړې په اړه وویل چې متحده ایالات د طالبانو دا پریکړه په کلکه غندي.
پرایس وویل:"متحده ایالات پوهنتونونو څخه د میرمنو د منع کولو او د نجونو په وړاندې د متوسطه ښوونځیو د تړلي پاتې کیدو په اړه د طالباو د نه دفاع وړ پریکړه غندي."
دغه امریکایي چارواکي همدارنګه وویل طالبانو د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو خلاف د نجونو متوسطه ښوونځي خلاص نکړل، هغه اقدام چې پرایس وویل له طالبانو سره یې د امریکا د استازو پر تعامل د پام وړ تاثیر درلود.
د ښاغلي پرایس په وینا، طالبانو په هغه وخت کې ادعا کړې وه چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو دلیل، د پروسیجرونو پورې اړوند مسایل دي او ډیر ژر به بدل شي "خو موږ اوس ددې خلاف اورو."
دغه امریکایي چارواکي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره" امارتي او خصوصي" پوهنتونونو ته ویلي چې د "کابینې د پریکړې له مخې ... د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل" دي.
.@StateDeptSpox: The U.S. condemns the Taliban’s indefensible decision to ban women from universities, keep secondary schools closed to girls, and continue to impose other restrictions on the ability of women and girls in Afghanistan to exercise their human rights. pic.twitter.com/IGkjxl59lT
— Department of State (@StateDept) December 20, 2022
د پرایس په وینا، د طالبانو دا ډول پریکړه به ډیر ژر د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس له متوسطه برخې څخه پورته زده کړو څخه محروم کړي.
هغه زیاته کړه چې د زده کړو حق یو نړیوال بشري حق دی او د نجونو زده کړي، پراختیا او اقتصادي ثبات لپاره یو ضروري امر دی.
پرایس همدارنګه خبرداری ورکړ "دا د نه منلو وړ موقف به طالبانو ته ډیرې پایلې ولري او طالبان به له نړیوالې ټولنې څخه ډیر بیګانه کړي او له هغه مشروعیت څخه به چې هغوی یې هیله لري، انکار وشي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارد بنټ هم پر یو ټویټ د طالبانو دا اقدام غندلی دی. بنټ لیکلي "په پوهنتونونو کې د میرمنو د زده کړو ځنډول چې نن د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له خوا اعلان شو، د یو نوې ټیټ اقدام ښکارندويي کوي چې د برابرو زده کړو حق نقض او ډیرې میرمنې له ټولنې څخه حذف کوي. زه له طالبانو غواړم چې خپله دا پریکړه ډیر ژر بدله کړي."
The suspension of women from university education announced today by TB acting Min of Higher Educ marks a new low further violating the right to equal education & deepens the erasure of women from #Afghan society. I call on the TB to reverse it immediately#LetAfghangirlslearn
— UN Special Rapporteur Richard Bennett (@SR_Afghanistan) December 20, 2022
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، یادې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولی خو د پوهنتونونو ښځینه محصلینو اجازه درلوده چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د طالبانو په دې پریکړه خواشيني ښودلې ده. میرمن اتنباییوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:"داسې ښکاري چې طالبان د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر نه کوي او دا چې میرمنې څنګه کولی شي په اقتصاد، زده کړو او فرهنګ کې مرسته وکړي."
د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو لارښونه "د شرم وړ" بللی او ویلي یې دي چې طالبان په زیاتیدونکي شکل په افغانستان کې بشري حقونه نقض کوي.
یاد سازمان پر یو ټویټ لیکلي:" طالبانو میرمنې له پوهنتونونو څخه منع کړې. دا له شرم څخه یو ډک کار دی چې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو د زده کړو حق نقض کوي. طالبان هره ورځ وایي چې د ټولو افغانانو په خاص ډول د میرمنو اساسي حقونو ته درناوی کوي."
A shameful move. The Taliban have banned women in Afghanistan from attending universities. This is the latest in a series of policies that have restricted the basic rights of women and girls. pic.twitter.com/qVPBNkxOib
— Human Rights Watch (@hrw) December 20, 2022
طالبان په داسې حال کې د نجونو پر تحصیل محدودیت وضع کوي چې په زرګونو نجونو او میرمنو شاوخوا درې میاشتې مخکې لوړو زده کړو ته د تګ په هدف د کانکور په ازموینه کې برخه واخیسته او څو ورځې مخکې د نجونو د دولسمو ټولګیو وروستۍ ازموینې واخیستل شوې.
د طالبانو حکومت د خپل کار په لومړیو ورځو کې امر وکړ چې په پوهنتونونو کې دي د نجونو او هلکانو ترمنځ پرده وي.طالبانو همدارنګه پوهنتونونو ته امر کړی وو چې هلکان او نجونې په متفاوتو ورځو ور ور وغواړي.
د نجونو او میرمنو پر تحصیلاتو له محدودیتونو سربیره، د طالبانو حکومت د میرمنو په ټولنیز ژوند نور محدودیتونه هم وضع کړي دي. طالبانو په وروستیو اوونیو کې تفریحي پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته د میرمنو او نجونو په تګ بندیز لګولی دی.
نړیوالې ټولنې تل د طالبانو په دې ډول اقداماتو نیوکه کړې او یاده ډله یې د بشري حقونو په خاص ډول د میرمنو او نجونو حقونو ته درناوی او د همه شموله حکومت جوړیدو ته هڅولې ده.
د افغانستان لپاره د بریټانیا استازي هوګو شورتر ویلي دي چې هیواد یې د طالبانو دا اقدام غندلی او هغه یې خلکو او د افغانستان ثبات او اقتصادي راتلونکي ته یوه سخته ضربه ګڼلې ده.
د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مک کال د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې " له پوهنتونونو څخه د نجونو او میرمنو منع کول، پر نجونو او میرمنو د طالبانو تازه برید دی. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د اناثو طبقه پکې له زده کړو منع ده. دا د نه منلو وړ ده. د بایډن حکومت او نړیواله ټولنه باید د بندیزونو او دیپلوماتیکې انزوا له لاری له طالبانو څخه د هغوی د وحشتناکه اقدماتو له امله حساب کتاب وغواړي."
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټاماس وسټ هم پر یو ټویټ لیکلي دي چې " طالبانو نن د نه دفاع وړ تازه محدودیتونه د میرمنو پر ژوند اعلان کړل. همد اوس مې فکر له هغوی سره دی. خویندې، نجونې، میندې چې د زده کړو په لټه کې دي څو د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او خپلو هیلو ته ورسیږي."
د بښنې نړیوال سازمان پر یو ټویټ لیکلي چې زده کړي د بشر د لومړنیو حقونو څخه دي او له طالبانو یې غوښتي دي چې په دې اړه خپله پریکړه فورا بدله کړي.
د افغانستان د مليمقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري پر یو ټویټ په پوهنتونونو کې د میرمنو او نجونو د زده کړو ځنډولو ته په اشارې لیکلي، چې" دا د کار پیل او د ظلم او ستم پای ندی او د طالبانو د ډلې د ناوړه اقداماتو شاهد به وي."