طالبان: نړۍ دې د شتو کړنلارو له مخې را سره خبرې وکړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان د سفیر سره د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۴ ( غویي ۲۴مه) په کتنه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د درییمې غونډې په اړه خبرې کړي او ویلي دي چې ددې غونډې په اړه یې نظر مثبت دی، خو د ځانګړي استازي د ټاکلو سره یې بیا مخالفت ښودلی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ددغې کتنې په اړه رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي د جاپان د سفیر له خولې ویلي دي چې هغه وايي نړیواله ټولنه دې طالبانو سره د هغو مسائیلو په اړه چې لا حل شوي نه دي، د شتو دو اړخیزو کړنلارو له مخې کار واخلي.

تکل ویلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د جوړیدونکی غونډې په اړه د متقي نظر مثبت و، خو یو ځل بیا یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د ځانګړې استازي د ټاکلو له سره مخالفت وښود.

همداشان ضیا احمد تکل ویلي چې په افغانستان کې د جاپان سفیر په دې غونډه کې ویلي چې د افغان حکومت ( طالبانو حکومت) له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.

تراوسه لا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې د درییمې غونډې د جوړیدو نیټه نه ده اعلان شوې، خو ملګرو ملتونو ویلي چې ددغې غونډې د جوړیدو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه، طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د مخالفت سره سره، عمومي منشي به حتمي ځانګړی استازی وټاکي او دا ځکه چې عمومي منشي مکلف دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه لیک پراساس ځانګړی استازی وټاکي.

ښاغلي فرهادي وویل: "ملګري ملتونه هم د استازي په ټاکلو کې تر یوې اندازې پورې طالبانو سره مشوره کوي، خو د استازي ټاکل طالبانو ته نه پریږدي او د طالبانو دغې خبرې ته به هم ملګري ملتونه پام ونکړي چې د ځانګړي استازي ټاکل لازم نه دي."

طارق فرهادي وايي چې که ځانګړی استازی وټاکل هم شي طالبان کولی شي ځانګړي استازي ته خپل دریځ وړاندې کړي. دې وايي افغانان هم باید د ځانګړي استازي د ټاکلو څخه د کومې بیړنۍ پایلې تمه ونه لري.

هغه وویل: "هرهیواد چې د بحران سره مخ وي ملګري ملتونه د ستونزو په هوارولو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو له لارې مرسته کوي."

ملګروملتونو د افغانستان په تړاو په دوحه کې لومړۍ مشورتې غونډه د ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې جوړه کړې وه او دوییمه غونډه یې هم په دوحه کې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې جوړه کړې وه.

ملګرو ملتونو لومړۍ مشورتې غونډې ته طالبان نه وو بللي، خو دوییمې مشورتې غونډې ته یې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د څو تنو استازو په ګډون د طالبانو حکومت استازو ته هم په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو طالبانو په کې د ګډون څخه ډډه کړې وه.

طالبانو د دوحې په دوییمه غونډه کې د خپلو استازو د ګډون لپاره دا شرط ایښی وو چې په غونډه کې دې د طالبانو استازي د افغانستان د رسمي استازي په توګه ومنل شي، خو ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت دغه وړاندیز نه وو منلی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره د ښځو او نجونو د زده کړو او کاراو هم قومي او مذهبي لږکیو حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کول د مخکنیو شرطونو په توګه اعلان کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر ۳۸ سفارتونه او سیاسي استازولۍ اداره کوي او هم په کابل کې د چین، روسیې، اروپايي ټولنې، ترکیې، هند او د سیمې د یو شمیرهیوادونو سفارتونه او دفترونه پرانیستي دي.