متقي: د نجونو او ښځو زده کړې مو حرامې نه دي ګڼلي

CORRECTION Afghanistan

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو زده کړې حرامې نه ګڼي، بلکې افغانستان کې یې د امر ٍثاني پورې زده کړې ځنډولي دي.

مولوي امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ مۍ اووم(ثور۱۸) د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د ستراتیژیکي څیړنو په مرکز(ISSI)کې یوې غوڼډې ته د وینا پرمهال د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځود تعلیم حرامیدل او د تل لپاره منع کیدل رد کړل.

ښاغلي متقي وویل:" مونږ هیڅکله نه دي ویلي، چې د ښځو زده کړې حرامې دي، مونږ هیڅکله دا خبره نه ده کړې، چې د ښځو زده کړې د تل لپاره منع دي ، بلکې کومې خبرې چې شوي په کې ویل شوي، چې زده کړې به د امر ثاني پورې بندې وي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته په یو څلور ورځیني سفر تللی و. ټاکل شوې چې دا پلاوی به د دوشنبې په ورځ کابل ته ستون شي

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د شپږم ټولګي څخه پورته تعلیم او کار په ګډون په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو چاپیریال د فرهنګي ارزښتونو او اسلامي قوانینو سره برابر نه دی. او د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو څخه د نږدې شپږ سوو ورځو په تیریدو لا هم یې د ښوونځیو پرانیستلو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

د ښځو د حقونو یوه فعاله معصومه حسیني وايي، واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په افغانستان کې نجونې اوښځې په ډیر یو ناسم حالت کې ژوند کوي. میرمن حسیني امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې او ښځې د خپلو لومړنیو حقونو څخه لکه د زده کړو او کار حق هم محرومې شوې دي.

د ښځو د حقونو د مدافعینو په باور طالبان غواړي، چې د ښځو د حقونو پر مسله له نړیوالې ټولنې څخه امتیاز واخلي او په ډول د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره نړۍ تر فشار لاندې ونیسي.

طالبانو پر نجونو او ښځو باندې د پرله پسې محدودیتونو په لړ کې تیره میاشت افغان میرمنې د ملګروملتونو په دفترونو کې له کار څخه هم منع کړې. ددې دمخه د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې طالبانو ښځې په غیر دولتي موسسو کې او په پوهنتونونو کې له زده کړو هم منع کړې وې.

مولوي متقي د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د نجونو او ښځو پرتعلیم د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنوپه اړه یوې غونډې ته په څرګندونو کې ویلي وو:" حتی که هغوی پرمونږ باندې بندیزونه ولګوي او پر مونږ اتم بم و کاروي او حتی بیا د جنګ ډګر ته راشي، اسلامي قوانین به تطبیق شي".

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبان په افغانستان کې واک ته بیا رسیدلي، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ددغې ډلې له خوا د ښځو، نجونو اود مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی د یو لومړیني شرط په توګه ايښی دي.