طالبان: د 'جام څلي' د ړنګېدو خطر؛ ساتنه یې د یونیسکو مسئولیت دی

د جام څلی د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د اویاومې لیسزې په وروستیو کې د یوې ترسره شوې سروې له مخې دغه څلي ۲۵ درجې میلان پیدا کړی دی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د افغانستان تاریخي ابداتو ته په نه پاملرنې تورنه کړې او ویلي دي چې په راتلونکې کې د جام څلي د پریوتو احتمال شته دی.

ددغه وزارت د فرهنګ او هنر د چارو معین عتیق الله عزیزي د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ته د سفر او په دغه ولسوالۍ کې د جام د څلي څخه د کتنې وروسته ویلي:" د جام د سیند له طرفه وروستیو سختو سیلابونو، دغې تاریخي څلي ته ډیر زیات زیان نه دی اړولی، خو په راتلونکې کې په سیلابونو او نورو طبیعي پیښو کې د خطر د پیښیدو اندیښنه شته دی."

د جام څلی د افغانستان د غور په ولایت کې ۸۰۰ کالو څخه وړاندې جوړ شوی، چې په تیرو اوږدو کلنو کې دغه څلي ته د نه پاملرنې له امله د هرې ورځې په تیریدو په طبیعي پیښو کې یې د پریوتو ګواښ مخ په زیاتیدو دی.

دا څلی د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا څلی د ۶۵ مترو په لوړوالي د هند د ډهلي د قطب د څلي څخه وروسته د خښتو څخه جوړ شوی د نړۍ دوېیم څلی دی، چې د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی دی. د غور ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې د عتیق الله عزیزي له قوله ویلي چې د څو وزارتو یو ګډ فني پلاوي ته وظیفه ورکړل شوې چې د جام د څلي د استحکام لپاره یو پروګرام ترتبیب کړي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي ویلي چې د جام څلي ساتنه د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) مسوولیت دی او دغې ادارې تراوسه خپلو مسولیتونو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې. هغه له یونسکو وغوښتل چې د جام د څلي د پریوتو د مخنیوي لپاره دې هڅې وکړي. یونسکو لا د ښاغلي عزیزي په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

که څه هم طالبانو ویلي چې د جام څلي ته په وروستیو سیلابونو کې زیات زیان نه دی رسیدلی، خو ددې دمخه د غور ولایت یو شمیر اوسیدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو د خپرولو پرمهال ویلي و چې ددغه تاریخي څلي تهداب ته اوبه رسیدلي دي اود تهداب ځینې برخې یې تخریب کړي دي.

د غور ولایت اوسیدونکو دا هم ویلي وو چې د جام د څلي ساتنه د طالبانو د حکومت له توان څخه بهر ده او د نړیوالو سازمانونو د نه پاملرنې په صورت کې به دا څلی د طبیعي پیښو پر وړاندې مقاومت ونشي کړای او رانسکور به شي.

دمخه د غور ولایتي چارواکو هم ویلي وو، چې ددغه تاریخي څلي د ساتنې او د پریوتو د مخنیوي لپاره ډیر څه نشي کولای.

د غور د جام څلی په ۲۰۲۲ کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو کې ثبت شوی دی.

د یوې ترسره شوې سروې له مخې چې د اویاومې لیسزې په وروستیو کې ترسره شوې دغه ځلي ۲۵ درجې میلان پیدا کړی دی. دا څلی د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې په تیرو کلنو کې د ناامنۍ له امله دغې سیمې ته تګ راتګ د ستونزو سره مل وو.