طالبانو ایرانی عکاس خوشې کړی او د ایران سفارت ته سپارلی دی

Hosain Welayati

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې د طالبانو حکومت ددغه اژانس عکاس محمد حسن ولایتي د نږدې یوې اونۍ لپاره په بند کې د ساتلو وروسته خوشې کړی او په کابل کې یې د ایران سفارت ته سپارلی دی.

د تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ اګست ۲۶( وږي څلورم) د ایکس شبکې په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې محمد حسین ولایتي د تیرې جمعې په شپه کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.

دغه اژانس لیکلي: "طالبانو محمد حسین ولایتي د تسنیم خبري اژانس خبریال د ایران سفارت ته سپارلی دی. د تسنیم عکاس د تیرې شنبې د ورځې راهیسې ایران ته د ستنیدلو پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوی و. بلال کریمي ویلي، چې دا عکاس خوشې شوی دی".

تسنیم خبري اژانس ویلي، چې خوشې شوی ایرانی عکاس لا هم خپل هیواد ته نه دی ستون شوی.

ددې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان د جمعې په ورځ د ایکس شبکې کې په خپله پاڼه د محمد حسن ولایتي د خوشې کیدو لپاره د پراخه دپلوماتیکي هڅو یادونه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې وه، چې عکاس محمد حسین ولایتي به ژر کابل کې ددغه هیواد سفارت ته وسپارل شي. د ایران د کورنیو چارو وزارت هم ددغه خبریال د خوشې کیدو لپاره د ایراني دپلوماتانو د هڅو یادونه کړې وه.

طالبانو او نه هم ایراني چارواکو د دغه ایراني عکاس د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي. دا ایرانی عکاس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا نیول شوی و.

د محمد حسین ولایتي د نیولو وروسته د افغان خبریالانو د ملاتړ ځینو ادارو د هغه په نیولو خواشیني ښودلې وه او د طالبانو له حکومت یې ددغه ایراني عکاس د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو حکومت دا ایرانی عکاس په داسې حال کې خوشې کړی، چې د یو بل افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون ۱۱ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو تیره اونۍ د کندهار په ولایت کې د نیول شویو دریو افغان خبریالانو له جملې څخه دوییم خبریال هم خوشې کړ خو لا هم په دغه ولایت کې یو نیول شوی خبریال په زندان کې دی.

همداشان طالبانو لا هم د ننګرهار، غزني، کندز او پکتیا په ولایتونو کې نیول شوي خبریالان نه دي خوشي کړي، خو د ننګرهار په ولایت کې یې د همیشه بهار راډیو تلویزیون ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

طالبانو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دغه تلویزیون او د " نن" راډیو سټیشن او هم د ځوانانو د راډیوي څپو د خپرولو دستګاه نږدې درې اونۍ دمخه تړلې وې. خو د همیشه بهار د تلویزیون د بیرته فعالیت د پیالیدو د اجازې دمخه یې دغو دوو راډیوې خپرونو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه تیره اونۍ ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې په کابل کې یو جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، چې طالبانو په افغانستان کې هیڅ کوم خبریال د رسنیز فعالیت په تړاو نه دی نیولی.

ښاغلي خیرخوا وویل: "اسلامي امارت [طالبانو حکومت] هیڅ کوم خبریال د رسنیز فعالیت په تړاو نه دی نیولی. البته ځینې خبریالان د هغوی د رسنیز کار د تړاو پرته نیول شوي دي".

د طالبانو دغه چارواکي وویل، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې به عدلي او قضايي ادارو ته د غور لپاره واستول شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اګست ۱۶ (زمری ۲۵) ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف دي چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کوي. تر دې مخکې دې سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان څو ورځې مخکې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو وروسته وویل چې په تېرو دوو کالونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان خبریالانو هېواد پرېښی دی.

دغه سازمان ویلي دي: "د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې وروسته څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړې دي".

دې سازمان د افغانستان د ازادو خبریالانو د معلوماتو په اساس ویلي دي چې د ۱۵۰ تلویزونونو له ډلې یوازې ۷۰ شبکې فعالې دي. د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د "شریعت تر نامه لاندې" تر سیستماتیک عدلي تعقیب لاندې دي.