طالبان د ماليې وزارت ښځینه کارکوونکو ته: په خپل ځای مو نارینه کار ته را واستوئ

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د مالیې وزارت یو شمېر ښځینه کارکوونکو ته ویلي، چې په خپل ځای دې د خپلې کورنۍ نارینه کار او دندې ته معرفي کړي.

ګاردین ورځپاڼې د مالیې وزارت د یوې ښځینه کارکوونکې له خولې ویلي چې طالبانو د خپلې دغې پرېکړې لامل «د کار د بار زیاتېدل» بللي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې د وزارت یوې څانګې د ښځینه کارکوونکو د غیر حاضریو په غبرګون کې هغوی د خپلو نارینو خپلوانو د معرفي کولو امر کړی چې د هغوی پر ځای کار وکړي.

ښاغلي مجاهد وویل: "د یو ریاست یوه برخه چې ډېره سکتوري ده او هغه کسان چې کار کوي باید په کې حاضر اوسي، ځکه غير حاضري يې کارونه ته ډېر زيان رساوه، بله زمینه هم نه وه برابره شوې چې میرمنې ولاړې شي او هلته کار وکړي."

مجاهد زياته کړه، چې ددې اقدام هدف د کار د ورور بهیر مخنيوى و.

خو په افغانستان کې ښځینه کارکوونکې وايي چې طالبان دا ډول اقدامات له ټولنې څخه د ښځو د حذف کولو لپاره کوي.

یوې میرمنې چې پخوا حکومتي کارکوونکې وه او اوس هم په کابل کې کار کوي، امریکا غږ ته وویل چې طالبان له دولتي ادارو څخه د ښځو د ایستلو لپاره بهانې لټوي.

هغې زیاته کړه: "د طالبانو دا کړنه له بهانې پرته بل څه نه دي. د یوې کورنۍ نارینه چې ښایي هټیوال یا بل کاروبار ولري او په یوه ځانګړي دنده کې تخصص نه لري، څنګه کولای شي د یوې متخصصې ښځې پر ځای کار وکړي؟"

دغې مېرمنې زیاته کړه چې په کابل کې اکثریت دفترونه غیر فعال دي او په مالیې وزارت کې پدې خاطر چې د ګمرک او مالیې ریاستونه فعال دی، "طالبان یوازې غواړي د سړيو په ګمارلو تشې څوکۍ ډکې کړي".

هغې له ښځو سره د طالبانو د ټیټ رتبه مامورینو د چلند په اړه شکایت وکړ او دا کار یې "ناسم، له تاوتریخوالي ډک، غیر انساني او غیر طبیعي" عمل وباله.

د مريم په نوم د دې ادارې يوې کارکوونکې د ګاردين ورځپاڼې ته ویلي چې له پنځلسو کلونو راهيسې په ماليې وزارت کې کار کوي او اوس څنګه په خپل ځاى بل څوک معرفي کړي. هغې زیاته کړه: "هغه سړی چې زه یې معرفي کړم ایا هغه به وکړای شي په هغه وړتیا کار وکړي چې ما د دغو ټولو کلونو په ترڅ کې کړی دی؟"

هغې زیاته کړې ده چې معاش یې هم د میاشتې له ۶۰زرو څخه ۱۲زرو ته راټیټ شوی دی، او کله چې یې په دې اړه د خپل مدیر سره د خبرو کولو هڅه وکړه، هغه له بد غبرګون سره مخامخ شوه او ورته وویل شول چې د رتبې راټیټیدل یې "د بحث وړ" نه دي.

طالبان تل وايي چې د ښځو له کار سره کومه ستونزه نه لري، خو وايي چې کاري چاپېریال د دوی لپاره مناسب نه دی، خو په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي چې د ښځو د کارموندنې په لاره کې کومې ستونزې موجودې دي او څنګه به حل شي.

خو ددې سره سره د افغانستان د دیني عالمانو په لویه غونډه کې چې د همدې میاشتې په سر کې جوړه شوې وه، نارینو د افغان ښځو استازیتوب هم وکړ.

د طالبانو د حکومت مرستيال، عبدالسلام حنفي وويل: "ښځې زموږ ميندې او خويندې دي، موږ يې ډېر درناوی کوو. کله چې زامن په غونډه کې دي، دا په دې مانا ده چې هغوی هم په يو ډول په دې غونډه کې شریکې دي."

خو د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې اجرایوي مشرې سیما بهوز ویلي، چې د ښځو پر کار محدودیتونه اټکل شوي دي چې سمدستي د افغانستان نتختلص عاید ته پنځه فیصده تاوان رسوي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ددغو ښځو شمیر ندی په ډاګه کړی خو د مالیې وزارت یوې ښځینه کارکوونکې ویلي، چې لږ تر لږه ۶۰ ښځینه کارکوونکو ورته تماسونه ترلاسه کړي دي.

طالبانو په خپله پخوانۍ واکمنۍ کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې ښځې په پراخه کچه د کار او زده کړې له حق څخه محرومې کړی وې.