طالبان: دوه نیمو اونیو کې ایران څخه نژدې ۳۰زره افغان کډوال ایستل شوي، یا ستانه شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا تر دا مهاله نژدې ۳۰زره افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او یا هم پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت هره ورځ له ایران څخه د ایستل شوو او ستنېدونکو افغان کډوالو شمېرې خپروي چې د هغه معلوماتو په اساس، په دغه موده کې څه باندې ۱۲زره او ۵۰۰ کسان په هرات کې د اسلام قعله بندر او نژدې ۱۶زره نور افغان کډوال په نیمروز کې د ورېښمو پل بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دغه افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ماشومان یې د (WAR CHILD) موسسې ته معرفي شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت معلومات ښيي چې له ایران څخه د ایستل شوو او یا په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو زیات شمېر یې هغه کسان و چې له کورنۍ او قانوني اسنادو پرته هلته تللي و چې تر بیرته ګرځېدو وروسته د نغدي او غیر نغدي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته معرفي شوي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ مرکز مشرې آصفې ستانکزۍ امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د سیاسي تحول تر رامنځته کېدو وروسته ګن شمېر افغانان د ایران په ګډون یو شمېر هیوادونو ته کډوال شوي دي.

اغلې ستانکزۍ زیاته کړه چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا څلور میلیون افغان کډووال ژوند کوي چې له دغه هیواد سره رسمي ثبت دي،همدرانګه احتمال لري چې د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰زره نور په غیر قانوني ډول په ایران کې ژوند کوي.

د هغې په خبره په روان کال کې ایران د افغان کډوالو یوه سرشمېرنه تر سره کړه او هغه کډوال چې اسناد یې نلرل د هویت اسناد تر لاسه کړل، اغلې ستانکزۍ زیاته کړه: ":کوم کسان چې تر هغه وروسته راغلي دي، د سرشمېرنې په بهیر کې ګډون نه دی ورکړل شوی او د اوسېدنې هیڅ ډول قانوني اسناد نلري، هغه ایستل کیږي."

د نوموړې په وینا پر ایران اقتصادي بندیزونه هم د دې لامل شوي چې دغه هیواد د کډوالو منلو ته چمتو ونه اوسي.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې حسن کاظمي قمي چې تازه د افغانستان لپاره د ایران سفیر ټاکل شوی، په هغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر پنځه میلیون کسان یاد کړی دی.

د غلام سخي په نوم یو افغان کډوال چې په غیر قانوني ډول د کار لپاره ایران ته تللی وايي، چې اوس مهال په ایران کې کار نشته او د میاشتو په تېرېدو سره څلور ورځې هم نه دی توانیدلی چې کار وکړي.

غلام سخي هم غواړي چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي، خو زیاتوي چې د بیرته تګ لپاره د لارې کرایه هم نشي پوره کولای.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کاوه چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

تر دې مخکې د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته، څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا په اروپایي هیوادونو کې د پناه اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له خپل هیواد بهر د مهاجرو په توګه ژوند کوي او درې نیم میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په بهر کې د میشتو ۲.۷ میلیون افغان مهاجرینو د شتون له امله افغانستان په نړۍ کې د زیاتو مهاجرو لرونکو هیوادونو په ډله کې درییم هیواد دی.