طالبان ادعا کوي کابل کې یې د داعش یو پټ ځای ویجاړ کړی

د طالبانو یو غړی د عملیاتو پرمهال

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي چې د کابل ښار د خیر خانې په سیمه کې د داعش ډلې یو پټ ځای ویجاړ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن پنجشنبه نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادو عملیاتو په مهال د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او څو تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې: "تېره شپه د کابل د سرای شمالي په خېرخانې سیمه کې د داعش خوارجو یوه ځاله کشف او له منځه یوړل شوه، یو تن وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي، څېړنې ورڅخه روانې دي."

طالبان په داسې مهال په کابل کې د داعش ډلې په پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکوي چې کابل ښار روانه اونۍ د درې پرلپسې چاودنو شاهد و.

د روانې لړم میاشتې په ۲۲مه د کابل ښار په دشت برچي کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږ یو کس ووژل شو او پنځه نور ژوبل شول. د تیرې دوشنبې په ورځ بیا د کابل ښار «کوټه سنګي» سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې دوه تنه ټپيان کړل.

تېره ورځ ناوخته بیا د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په نقاشۍ سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس ډوله موټر د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د طالبانو له راتګ وروسته، د دا ډول بریدونو مسئولیت تر ډېره د داعش-خراسان ډلې منلی دی. تر دې مخکې یې د کابل د هوايي ډګر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۸۰افغانان او ۱۳امریکایي عسکر ووژل او بیا یې کندز او کندهار کې په جوماتونو کې هم د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.

امریکایي چارواکو د داعش-خراسان ډلې د بریدونو په زیاتوالي او په افغانستان کې د القاعده ډلې په موجودیت اندېښنه ښودلې ده. طالبانو د تیرې اکتوبر میاشتې پر څلورمه هم ویلي و چې د کابل ښار په خیر خانه سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی دی.

روانه اونۍ په کندهار کې هم د طالبانو لخوا د داعش ډلې پر څو پټنځایونو د عملیاتو راپورونه ورکړل شول. داعش ډلې په کابل کې د هغوی پر یوه مرکز د طالبانو د تیري شپې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.