طالبان: ټاکل شوې نن د کراچۍ له زندانه سلګونه افغان بندیان ازاد شي

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، ټاکل شوې نن د کراچۍ له زندان څخه ۵۲۴ افغان بندیان ازاد او هیواد ته انتقال شي.

یاد سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کیږي نن شنبه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغو بندیانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

دغه سفارت زیاته کړې: "اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په نتیجه کې د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغانان چی (۵۴) زنانه او (۹۷) ماشومان هم پکې شامل دي، ډېر ژر به په څو شیبو کې آزاد او خپل وطن ته ولیږدول شي."

د طالبانو حکومت تیره اونۍ ویلي و هغه شمېر افغان بندیان چې د کراچۍ له زندان څخه خوشي کیږي، د دوی د حکومت په مالي لګښت به هیواد ته انتقال شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري په پاکستان کې بندیان دي او د هغوی د خلاصولو په اړه یې هڅې روانې دي.

دغه سفارت د ډسمبر پر ۱۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په پاکستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ بندي افغان کډوالو له ډلې، په تیرو درې میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ تنه یې خوشي شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د زندانونو یوې مسؤلې ویلي و چې ډېر ژر به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان بندیانو استولو لړۍ پيل شي.

په کراچۍ کې د ښځو د زندان یوې مسؤلې شیبا شاه د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر ۱۲۹ ښځې او ۱۷۸ ماشومان یاد کړل او ویې ویل چې ټاکل شوې ۵۹ ښځینه بندیانې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې خپل هیواد ته ولاړې شي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.